د ايران نوي ولسمشر پر اتومي مسئلې د جدي خبرو غږ کړی

ښاغلي روحاني د خپلې دندې له پيل وروسته لومړي خبری کنفرانس ته وينا کوله
د عکس تشریح، ښاغلي روحاني د خپلې دندې له پيل وروسته لومړي خبری کنفرانس ته وينا کوله

د ايران نوي ولسمشر حسن روحاني د خپل اتومی پروګرام پر سر له نړيوالې ټولنې سره د "جدي او ريښتينو" خبرو غږ کړی دی.

د يکشنبې (اګست ۴ مې) پر ورځ د خپلې دندې رسمي پيل راهيسې لومړي خبري کنفرانس کې ښاغلي روحاني وويل باوري دی چې د دواړو غاړو اندېښنې په لنډ وخت کې حلېدی شي.

خو ده زياته کړه حل ته رسېدنه يوازې د "خبرو او نه ګواښونو" له لارې کېدی شي.

امريکا ويلي د ښاغلي روحاني ولسمشري د ايران لپاره يو فرصت برابروي چې د "نړي ژورې" اندېښنې حل کړي.

امريکا زياته کړې "که دغه نوی حکومت خپلو نړيوالو ژمنتياوو او دغې مسئلې ته د سوله ييز حل کې د جدي او بسنټيزې بوختيا لار غوره کړي، امريکا به يو لېواله ملګری وګوري".

لوېديځ ځواکمن هېوادونه شک ښيي چې ايران د اتومي وسلو جوړولو تکل لري، خو تهران ټينګار کوي اتومي پروګرام يې به بشپړه توګه سوله ييز دی.

ايران په پرله پسې توګه د (۵+۱) په نامه ډلې چې د ملګريو ملتونو امنيت شورا پنځه دايمي غړي او جرمني په کې دي، دا غوښتنې رد کړې چې د يورانيمو بډايونه دې ودروي.

د امريکا چلن "ضدونقيض" دی

ښاغلي روحاني د سې شنبې (د اګست ۶ مې) پر ورځ په تهران کې ځايي او نړيوالو خبريالانو ته په وينا کې وويل دی د دغې اوږدې لانجې حلولو ته هوډمن دی.

ده وويل "موږ د وخت له ضايع کولو پرته چمتو يو چې له نورو اړخونو سره په جدي او ريښتيو خبرو کې ښکېل شو. باوري يم د دواړو اړخونو اندېښنې د خبرو له لارې په لنډ وخت کې لرې کېدی شي".

"خو" ده زياته کړه "له هر ډول ناقانونه چوکاټ بهر غوښتنې يا هم نامنطقي او تاريخ تېرې غوښټنې به ګټورې نه وي. بايد له دې مسئلې سره له ريښتينې دريځه چلن وکړو."

خو ښاغلي روحاني ټينګار وکړ چې د ايران حقونه بايد وساتل شي، او زياته يې کړه: "زموږ د اجنډا بسنټ بايد خبرې وي نه ګواښونه."

ښاغلي روحاني وويل امريکا لا تر اوسه د هغه څه په اړه چې په ايران کې پېښېږي پراخ او مناسب پوهاوی نه لري، او دغه هېواد د جون ولسمشرۍ ټولټاکنو وروسته "په مناسب او عملي" ډول ځواب نه دی ويلی.

ده زياته کړه "د (واشنګټن) چلن او خبرې يو له بل سره ټکر کې دي، او د خبرو او عمل پيغام هم يو له بل سره ټکر کې دی".

د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګی لافروف خبرو ته د ښاغلي روحاني د بلنې هرکلی کړی دی.

ده په روم کې خبريالانو ته په وينا کې وويل "موږ په بشپړه توګه له هغه څه سره چې ده ويلي موافق يوو. د هرې بلې په څېر د دغې مسئلې حل بايد د خبرداريو له لارې نه وي، بلکې يو شريک ته بايد د درناوی پر دريځ ولاړ وي".

ښاغلي روحاني د يکشنبې پر ورځ د ايران پارلمان ته يوه نوې کابينه وړاندې کړه چې ډېری څېرې یې ټکنوکراټان وو، چې پخوا یې د منځلاري ولسمشر اکبر هاشمي رفسنجاني تر مشرۍ لاندې هم کار کړی و.

ښاغلي روحاني د سې شنبې پر ورځ هوډ څرګند کړ چې حکومت به يې حساب ورکوونکی او د روڼوالي له مخې عمل کوي.

ده له خپل سلف محمد احمدي نژاد نه يو لړ ستونزې په ميراث اخيستې، چې لوړ پړسوب، د عايداتو او بهرنيو پيسو کمښت، د خوړو شونی کمښت او هم بنديزونه يې ژورې بلل کېږي.