عراق: روژه ماتي مهال بمي چاودنې ۳۸ کسان وژلي

عراقي چارواکي وايي د شمالي ښار کرکوک په يوه سماوات کې د يوه بمي بريد په پايله کې لږترلږه ۳۸ کسه وژل شوي دي.
ډېر نور کسان ټپي شوي او چارواکي وايي ښايي د وژل شويو کسانو شمېره نوره هم پورته وخېژي.
دغه چاودنه له لمر پرېوتو سملاسي وروسته هغه مهال شوې چې خلک د روژه ماتي لپاره په يوه سماوات کې سره راټول شوي وو.
سږ کال د شیعه او سني مذهبو ترمنځ د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوي دی.
دوې ورځې مخکې د کرکوک سوېلي لوېديځ قضاء الطور سیمه کې یوې بلې موټر بم چاودنې لږترلږه ۲۳ کسان ژوبل کړل.
په ۲۰۰۳ کال د صدام حسین له راپرځېدا وروسته عراق ښه ورځ نه ده لیدلې، چې د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، یوازې په تېرو درو ماشتو کې لږترلږه ۲۵۰۰ کسان وژل شوي، چې ۷۶۱ یې په تېر جون کې وژل شوي.
د ۲۰۰۶ او ۲۰۰۸ کلونو ترمنځ عراق د سختو توکمیزو خونړیو بریدونو شاهد و، چې زرګونه کسان په کې ووژل شول.
د ۲۰۰۸ کال دویم نیمايي کې عراق کې د وژل شویو خلکو شمېر ورځ تر بلې ډېر شوی، خو د ۲۰۱۱ کال پای کې د امریکايي ځواکونو تر وتلو وروسته دغه بریدونه یوڅه راکم شول.
په عراق کې دا مهال د تاوتريخوالي څپې خپرې دي چې له امله يې سږ کال دوه نيم زره کسان وژل شوي او يوازې په دې مياشت کې د وژل شويو کسانو شمېر ۲۵۰ ته رسېږي.








