عراق کې د فوټبال لوبغالي بمي چاودنې ۹ کسان وژلي
د عراق پلازمېنې بغداد څنډو د فوټبال لوبغالي کې بمي چاودنې لږترلږه ۹ کسان وژلي دي.
يوه راپور ويلي د چاودنې ډېری قربانيان هلکان وو. لا تر اوسه چا نه دي ويلي چې دغه بريد يې ترسره کړی دی.
دا بريد د هغې لړۍ تازه پېښه ده چې د فوټبال نندارچيان يا لوبغاړی په کې په نښه کېږي.
عراق په تېره نژدې موده کې کلونه وروسته تر ټولو ناوړه فرقه يي تاتوريخوالي څپې سره لاس او ګرېوان دی.




