لندن پولیس د پاکستاني سیاستوالو په باب څېړنې کوي

د لندن پولیس د هغه څه په اړه څېړنې کوي چې ګومان کېږي د پاکستان د مهاجر قومي غورځنګ ایم کیو ایم، چې د پاکستان له لویو سیاسي ګوندونو یو دی، په پېسو وینځلو کې لاس لري او له مالیې ورکولو سرغړوي.
بي بي سي معلومات تر لاسه کړي چې د ایم کیو ایم اړوند ځایونو د پلټنې پرمهال شپږ سوه زره ډالر نقد چې حساب ته نه وې راوړل شوې، د پولیس لاس ته ورغلي دي.
پولیس دغه راز د هغو ادعاوو په باب پلټنې کوي چې د ایم کیو ایم ډلې برتانیا مېشتي مشر، الطاف حسین هغه کسان چې د ده ګوند یې په ټاکنو کې په درغلیو تورن کړی و په تاوتریخوالي ګواښلي دي.
نوموړي ویلي، په دې باب د ده څرګندونې ناسمې تعبیر شوي دي.
د ایم کیو ایم ګوند مشر الطاف حسین له ۲۰ کلونو راهیسې برتانیا کې ژوند کوي او د دغه هېواد تابعیت یې هم تر لاسه کړی دی.
نوموړي د ۲۰۱۱ کال د سپتمبر بریدونو له ترسره کېدو څو اونۍ وروسته یوه لیک کې برتانوي حکومت سره د جهادیانو په باب د محرمو معلوماتو تر لاسه کولو کې مرستې کولو وړاندیز کړی و.
د تېرې میاشتې په وروستیو کې الطاف حسین خپلو پلویانو ته په یوه ټیلیفوني وینا کې وویل، چې سکاټ لینډیارډ او د لندن میټروپولیټن پولیس لندن کې د ده کور څو ساعته محاصره کړی و او د پلټنې پر مهال یې د ده له کوره ځیني شیان ځان سره وړي.
هغه دا هم ویلي و، چې پولیس غواړي دی د ده د ګوند د یوه بل وژل شوي مشر ډاکټر عمران فاروق په وژنې کې ښکېل کړي او دا چې د برتانیا حکومت کولای شي په خورا اسانۍ دی له ژونده بې برخي کړي.








