د کراچۍ پولیسو یو ۱۳ کلن هلک د تښتونکو له منګلو وژغوره
په پاکستان کې پولیسو یو ۱۳ کلن ماشوم د تښتوونکو له منګولو ژغورلی دی.
په کراچۍ کې یوې مجرمې ډلې دغه ماشوم د انټرنیټي ټولنیزې شبکې فیس بک له لارې له ځان سره ملګري کړی و.
په کراچۍ کې دغې ډلې ماشوم د انټرنیټې لوبو د یوه ملګري په توګه د ملاقات لپاره ورغوښتی و خو هغه یې وتښتاوه.
نوموړې ډلې د ماشوم د خوشې کولو په بدل کې د هغه له پلاره چې په ګمرک کې لوړی پوړی چارواکی دی د نیم میلیون ډالرو غوښتنه کړې وه.
پولیسو د ګرځنده ټېلېفون د خبرو له لارې مجرمان وموندل او د ډزو له تبادلې وروسته یې ۱۳ کلن هلک د هغوی له منګولو وژغوره.




