هند:طالبانو سره خبرو کې زموږ ګټو ته زیان نه اوړي

تر اوسه امریکایان هم په بشپړه توګه ډاډه نه دي، چی خبرې به دوام وکړي او که نه.
سلمان خورشید
د عکس تشریح، تر اوسه امریکایان هم په بشپړه توګه ډاډه نه دي، چی خبرې به دوام وکړي او که نه. سلمان خورشید

هندوستان وايي، له وسله والو طالبانو سره د امریکا د متحدو ایالتونو خبرې به د هند له لوري ټاکل شویو "سرو کرښو" کې دننه وي.

د جمعې په ورځ د هندوستان د بهرنیو چارو وزیر سلمان خورشید دغه خبرې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې وکړې.

نوموړي له طالبانو سره خبرو کې د بریالیتوبونو په باب د خپل هېواد اندېښنې په ډاګه کړې.

سرینګر کې د واکمن کانګریس ګوند غونډې ته په وینا کې ښاغلي خورشید وویل، چې افغانستان او متحده ایالتونو ډاډ ورکړی، طالبانو سره خبرو کې به د هندوستان ګټو ته هېڅ زیان نه اوړي.

نوموړی سیمې ته د کانګریس ګوند ځايي دفتر کې فعالانو سره لیدو ته تللی و.

د غوڼدې یوې څنډې کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال نوموړي وویل:

" تر اوسه امریکایان هم په بشپړه توګه باروي نه دي، چی خبرې به دوام وکړي او که نه،خو موږ غواړو، چې د خبرو واک له افغان حکومت سره وي. موږ د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري پام هم دې لور ته اړولی دی."

د امریکا حکومت څه موده مخکې له طالبانو سره په قطر او جرمني کې غیر رسمي خبرې پیل کړې، خو افغانستان کې د ‌طالبانو وروستیو بریدونو ته په کتو سره د دې خبرو په باب اندېښنې راپورته شوې.