ځانګړی امریکایی استازی له قطر کابل ته ورسېد

د پاکستان او افغانستان لپاره د متحده ایالتونو ځانګړی استازی جیمز ډوبنز په دغې دندې له ګومارل کېدو وروسته دویم ځلې نن کابل ته ورسېد.
ښاغلی ډوبنز به د افغان ولسمشر حامد کرزي په ګډون له یو شمېر لوړ پوړو افغان چارواکو سره وویني او د یو شمېر دوه اړخیزو او سیمه ییزو مسایلو په اړه به ورسره خبرې وکړي.
خبر پاڼه زیاتوي نوموړی به دې لیدنو کې د سولې پروسې په اړه هم خبرې وکړي، چې ولسمشر کرزي او بارک اوباما په یوه خوله افغانستان کې د تل پاتې سولې او ثبات لپاره یوازینۍ لار بللې.
بل خوا، کابل کې د ارګ یوې سرچینې زموږ همکار جعفر هاند ته د نوم نه ښوولو په شرط ویلي، چې کابل ته د امریکايي استازي د سفر موخه په قطر کې له طالبانو سره د سولې او د امریکا او افغانستان ترمنځ د امنیتي تړون په تړاو خبرې کول دي.
تېره سه شنبه کله چې په دوحه کې طالبانو خپل دفتر پرانیست، افغان حکومت سم له وارې له امریکا سره د امنیتي تړون خبرې اترې په ټپه ودرولې، په پام کې وه چې تېره اونۍ د دغه تړون په اړه د خبرو څلورم پړاوو په کابل کې پېل شوی وای.
په اصل کې له نورې بهرنۍ نړۍ سره د طالبانو د اړیکو ټېنګولو په تړاو د هغوی اعلامیه، د طالبانو د "اسلامي امارت" د نښې او سپین بېرغ ځړولو افغان حکومت وپاروه.
افغان حکومت پر امریکا تور ولګاوه چې وايي یو څه او کوي بل څه.
غوښتنې
د ارګ سرچينو بي بي سي ته وویل ښاغلی ډوبنز به د ولسمشر کرزي سره د خبرو ترڅنګ د افغانستان د سولې د عالي شورا له مشر او نورو غړو سره هم خبرې ولري چې له شک پرته د دواړو خواوو د خبرو اصلي اجنډا به په قطر کې له طالب استازو سره د مذاکراتو څرنګوالی وي.
د افغانستان د سولې عالي شورا ویلي تر هغه چې د دوی غوښتنې منل شوي نه وي، د خبرو لپاره قطر ته پلاوی نه استوي.
د دوی لویه غوښتنه دا ده چې په دوحه کې د طالبانو دفتر باید یوازې د سولې د خبرو لپاره وکارول شي، د خبرو دویم پړاوو باید په کابل کې ترسره شي، طالبانو ته باید اجازه ورنه کړل شي چې له نورو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو سره اړيکې ټېنګې کړي او دغه راز د قطر دفتر نباید د طالب وسله والو لپاره د بسپنې او مالي مرستو په موخه وکارول شي.
د سولې عالي شورا په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانیستنه د هغوی د "اسلامي امارت" یو ډول تشکیلات یاد کړي وو، چې تر ډېره د افغان حکومت ترڅنګ د یوه بلې موازي ادارې په سترګه ورته وګتل شوه.








