واشنګټن: دوحه کې د طالبانو دفتر 'سفارت نه' دی

د امریکا متحدو ایالتونو د تېرې پنجشنبې په ورځ وویل، چې د قطر دوحه کې د طالبانو دفتر ته باید د سفارت په سترګه ونه کتل شي.
د بهرنیو چارو وزیر جان کیري ویلي، چې هېواد یې لاهم له افغان طالبانو سره د سولې خبرو ته ژمن دی.
په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازي مرستیالې روزماري دیکارلو له امنیت شورا سره په خبرو کې وویل، چې هېواد یې ټینګار لري چې "قطر کې د طالبانو لپاره پرانیستل شوی مرکز باید سفارت، یا د امارت یا حکومت او خپلواک نظام دفتر او نمایندګي ونه ګڼل شي".
دې دا هم ویلي، چې واشنګټن د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت نه پېژندي، او له قطر غوښتنه کوي، چې د دغه دفتر د جوړېدو په اړه توضیحات ورکړي.
خو افغان ولسمشر حامد کرزی له امریکايي ولسمشر بارک اوباما سره د افغانستان د سولې د بهیر چټکولو لپاره د دغه دفتر د جوړېدو په اړه غږېدلی دی.
مهم ګام
دیکارلو وايي، چې واشنګټن قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر جوړېدل افغانستان کې د سیاسي برابرښت پر لور یو "مهم ګام" بللی.
بل خوا، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر ظاهر طنین هم ویلي چې قطر کې د طالبانو دفتر باید یوازې د سولې خبرو لپاره لار هواره کړي، چې په وینا یې "د دغه دفتر له لوري هېڅ کوم بل فعالیت د منلو وړ نه دی".
خو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشر یان کوبیش تمه ښودلې، چې د دغه دفتر د جوړېدو پر سر وېرې او لانجې باید د تل پاتې سولې لپاره له مخې لیرې شي.
د دوحې غبرګون
د تېرې چارشنبې په ورځ، قطر د طالبانو د دفتر تر پرانیستل کېدا یوه ورځ وروسته دغه دفتر ته د "افغانستان اسلامي امارت" نوم ورکړ، چې د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچینې یې دا هم ویلي وو چې "په دوحه کې د طالبانو دفتر د طالبانو لپاره یو سیاسي دفتر دی، نه د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي دفتر".
سرچینې دا هم ویلي، چې "د دغه دفتر د پرانیستلو لپاره په رسمي توګه پرېکړه وشوه، چې نوم به یې دوحه کې د طالبانو سیاسي دفتر وي".
افغان چارواکو د دغه دفتر تر پرانیستل کېدو وروسته په خپل لومړي غبرګون کې له امریکا سره د امنیتي تړون پر سر خبرې ودرولې.
بیا وروسته یې اعلان وکړ، چې قطر کې د سولې خبرو کې ګډون نه کوي.

خو پر همدې مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري د افغانستان له ولسمشر حامد کرزي سره په تیلې فوني خبرو کې یوځل بیا ژمنه وکړه، چې هېواد یې د افغانستان د ملي سولې ملاتړی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند جین ساکي وویل، چې کیري په خپلو خبرو کې ویلي چې "د قطر حکومت طالبانو ته د سولې لارې هواري لپاره د قطر د وضعه شویو شرطونو مطابق دفتر پرانیستی. قطر هم ویلي، چې دا د طالبانو سیاسي دفتر دی، نه د افغانستان د اسلامي امارت رسمي دفتر، همدا لامل و، چې ناسمه لیکل شوې لوحه یې د دفتر له دېواله کوزه کړه".
د ویلو ده چې بارک اوباما په دوحه کې د طالبانو دفتر پرانیستل یو مهم ګام بللی خو وايي چې "بیا وروسته به وګورو چې افغانان د تاوتریخوالي درولو لپاره له یو بل سره خبرې پیل کړي".







