"په سیلاونو کې د وژل شویو کسانو شمېره ښايي ۱۰۰۰ واوړي"

د هندوستان په شمالي سیلاب ځپلو سیمو کې ژغورنکې ډلې هڅه کوي هغو ۷ زرو کسانو ته ځانونه وروسوي چې لا هم په سیلاب ځپلو سیمو کې ایسار پاتي دي.
د هندوستان د هوايي ځواکونو چارواکي وايي دوی باید خوندي ځایونو ته د سیلاب ځپلو په لېږدولو کې بیړه وکړي کنه نو د دوی په وینا وخت یې له لاسه وځي.
په اُتراخاند ایالت کې چې سیلابونو ډېر ځپلي دی تمه کېږي چې د مړو شویو کسانو شمېره له ۱۰۰۰ واوړي.
په دې ایالت کې د سیلاونو له امله د ۶۰۰ کسانو مړینه تایید شوې او ۸۰ زره نور خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.
ګڼ کسان اوس هم ورک دي ښايي همدا لامل وي چې د اُتراخاند ایالتي چارواکو بي بي سي ته ویلي ښايي د مړو شویو کسانو شمېره له ۱۰۰۰ واوړي.
په داسې حال کې چې د اُتراخاند په ایالت کې د نورو بارانونو وړاندوینه شوې نن دوشنبه (د جون ۲۴) هم دغلته باران وشو.
په هندوستان کې سږکال له وخت نه مخکې د پشه کال دغه بارانونه په تېرو اتیا کلونو کې تر ټولو سخت بارانونه بلل شوي دي.
چارواکي وايي د بارانونو له امله د خلکو د ژغورنې هلې ځلې له خنډوځنډ سره مخامخې دي.
اوښتي زیان
تراوسه پورې په دقیقه توګه معلومه نه ده چې د سیلاونو له امله څومره مالي او ځاني زیان اوښتي دی.
چارواکي وايي دا به څو ورځې وخت ونیسي چې د ځاني او مالي تاوان په اړه دقیقې شمېرې په ډاګه شي.
په اُتراخاند ایالت کې د هندو مذهب د پیروانو زیاتونه دي چې له امله د هندوستان له نورو سیمو نه هم په ګڼ شمېر زیارت کوونکي دغه ایالت ته راځي.
د چارواکو وینا ده چې هغه میلمستونونه چې له نورو ځایونو نه راغلي زیارت کوونکي به په کې دیره کېدل سیلاونو وړي دي.
سربیره پر دې سړکونه، پلونه او نور کورونه هم سیلاونو نړولي دي.
نیوکې
د هغو زیارت کوونکو خپل خپلوان چې د عزیزانو برخلیک یې تراوسه نه دی څرګند سیمې ته راغلي او پر حکومت نیوکه کوي چې خوندي ځایونو ته د سیلاب ځپلو خلکو د لېږدولو چاره په چټکۍ نه ترسره کوي.
ځیني نور بیا وايي چې دوی ته د دوی د عزیزانو په اړه پر وخت او کافي معلومات نه دي ورکړل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې په زرګونه تنه پوځیان له تېرې یوې اوونۍ راهیسې په مسلسله توګه هڅه کوي چې له سیلاب ځپلو سیمو نه خلک خوندي ځایونو ته ولېږدوي.
په همدې حال کې د هندوستان صدراعظم من موهن سینګ د اُتراخاند ایالت لپاره د ۱۰ ملیاردو هندۍ کلدارو مرستې اعلان کړی دی.








