کاناډا کې له ګڼو بارانونو وروسته سخت سیلابونه وتلي

کاناډا کې چارواکي وايي د سیلابونو له کبله درې کسان وژل شوي او تر یو لکو ډېر نور اړ شوي، چې خپل کورونه پرېږدي.
دغه سیلابونه له هغه وروسته راووتل، چې د دغه هېواد په لوېدیځو ساحلي سیمو کې پرله پسې یوه اوونۍ ګڼ بارانونه و اوریدل.
چارواکو د البرټا ایالت د کیلګري ښار اوسېدونکو ته ویلی، چې له دغه ښاره ووځی، ځکه دغې سیمې نه تېرېدونکي دواړه سیندونه، بو او ایلبو له سیلابي څپو ډک بهیږي.
د جمعې په ورځ د کاناډا لومړي وزیر سټېفن هارپر سیمې ته ورغی او له دواړو ښارونو سره یې د فدرالي حکومت د مرستو ژمنه وکړه.
د رایل کېنېډین مونټییډ پولیسو افسرې پیټریسیا نیلې، تایید کړه، چې درې کسان وژل شوي، چې د دوو مړي تر لاسه شوي دي.
د کیلګري ښار تر نیمايي ډېرو ودانیو ته اوبه ننوتې او اوسېدونکي یې اړ شوي، چې کډه وکړي. د کیلګري یوه اوسېدونکي هارپر په وینا "دادومره زورور دی، چې ګومان کوم له موږ نه به یوه هم له دې مخکې دومره زورور سیلاب نه وي لیدلی."
د البرټا پریمیر ایلېسن ریډفورډ ښاریانو ته د نورو سیلابونو په باب خبرداری ورکړی. د جنوبي سیمو اوسیدونکو ته ویل شوي، چې له خپلو مېنو ووځي.
د های ریور سیمې تر نیمايي ډېرو کورونو ته اوبه ننوتې.
کیلګري کې نژدې لس لکه کسان ژوند کوي، د دغه ښار څنډو کې ۲۵ سیمې له خلکو تشې دي، د دې سیمو ۷۵ زره اوسېدونکو ته ویل شوي، چې له سیمې ووځي.
په ټپه ولاړ ښار
د دفاع وزارت چارواکو ویلي، چې په کیلګري ښار کې مرستندویه فعالیتونه دوام لري ، لږ تر لږه ۳۰ کسان د خپلو کورونو له چتونو ژغورل شوي دي او نژدې ۳۵۰ کسه پوځيان سیلاب ځپلو سیمو کې د مرستندویه فعالیتونو لپاره لېږل شوي دي.
د کیلګري ښاروال ناهیید ننشي په وینا د ګڼ باران له کبله ۱۵۰۰ کسان بېړنیزو سرپنا ځایونو ته لېږدول شوي دي او یو شمېر نور کسان له خپلو خپلوانو سره اوسي.
یوه سړي، ډینیل کلګیلن چې د خپلوانو کره دېره دی، بي بي سي ته وویل:
"داسې معلومیږي، ښار په ټپه درېدلی او هېڅ کار نه کوي، له دې مخکې به داسې سیلاب هېچا دلته نه وي لیدلی."
د ښاروال ننشي په وینا که څه هم په ایلبو سیند کې د اوبو کچه ټیټه شوې، خو ښار ته اوس هم خطر متوجه دی.








