م م: ۲۰۱۲ کې تر اووه میلیونه ډېر کسان کډوال شوي

د ملګرو ملتونو په وینا د ۲۰۱۲ کال په اوږدو کې اووه اعشاریه شپږ میلیونه کسان کډوال شوي دي.
نړۍ کې دا مهال د ټولټال کډوالو شمېر ۴۵ میلیونه کسان دي. له ۱۹۹۴ راهیسې دا د کډوالو تر ټولو لوی شمېر دی.
د کډوالو لپاره د ملګرو ملتو اداره (یو این ایچ سي ار) وايي د کډوالو د دغه ډېرېدونکي شمېر یو لوی سبب سوریه کې روان بحران دی.
د دغې ادارې په رپوټ کې ویل شوي، چې د نړۍ ۵۵ سلنه کډوال د پنځو هېوادونو، افغانستان، سومالیا، عراق، سوډان او سوریې اوسېدونکي دي.
رپوټ کې دا هم ویل شوي، چې د ۸۱ سلنه کډوالو کوربه توب مخ پر ودې هېوادونه کوي.
د یوې لسیزې پخوا پر تله دا شمېرې ۱۱ سلنه ډېرې دې. د یو این ایچ سي ار مشر انتونیو کڅ وايي دغې شمېرې ډېرې خواشینونکې دي.
له دې نه، نه یوازې دا چې شخصي تکلیفونه څرګندیږي، بلکې دا هم معلومیږي، چې نړیواله ټولنه د ترینګلیتا په مخنیوي او په خپل وخت د مسایلو په حل کولو کې څومره پاتې راغلې.
تر ټولو ډېر کډوال له کومه راځي؟
د کډوالو تر ټولو ډېر شمېر له افغانستانه راځي. له هغه ځایه ۹۵ سلنه کډوال ایران او پاکستان ته تللي.
د تېرو ۳۰ کلونو په مودې کې تر ټولو ډېر کډوال له افغانستانه راځي.
د نوموړي په خبره د ۷۶ لکه کډوالو معانا ده، چې له هرو څلور اعشاریه یوې ثانیې وروسته یو کس اړ کېږي، چې خپل کور کلی پرېږدي. " هر ځلې ستاسي له بڼو رپولو سره یو کس کډوال کېږي"
دغه معلومات د یادې ادارې د خپل تحقیق او نورو حکومتي او غیر حکومتي ادارو پر مټ راټول شوي دي.
د ۲۰۱۲ کال د شمېرو له مخې دویم مقام کې د سومالیا اوسېدونکي، دریم کې د عراق وګړي او څلورم هغه کې سوریایان دي.
د یادونې ده، چې دغه رپوټ کې هغه لس لکه کسان نه دې شمېرل شوي، چې له سوریې څخه کډوال شوي دي.
د ملګرو ملتونو په وینا که وضعیت د اوس په څېر دوام وکړي، د سږ کال تر پایه به نور شل لکه کسان له سوریې ووځي.
راتلونکو ورځو کې به ملګري ملتونه له اروپايي هېوادونو له دې نه د یو شمېر کسانو د پالنې غوښتنه وکړي.
د رپوټ له مخې له افریقايي هېوادونو کانګو جمهوریت او مالي څخه هم د کډوال شویو کسانو په شمېر کې زیاتوالی لیدل شوی.








