امریکا له طالبانو سره د مخامخ خبرو اعلان وکړ

د امریکا د حکومت جګپوړي چارواکي په قطر کې د طالبانو لپاره د سیاسي دفتر پرانیستل د سولې پر لور یو لوی ګام بولي.
طالبان په دوحه کې دفتر پرانیزي او له متحده ایالتو سره مخامخ خبرې اترې پیلوي – د دغو خبرو یوه موضوع به د بندیانو تبادله وي، خو په لومړنیو اوونیو کې به داوړه غاړې یوازې دا ګوري چې د مقابل لوري اجنډا څه ده.
خو امریکا د دغو خبرو لپاره خپل شرایط هم لري:
طالبان باید له القاعدې سره خپل ټول اړیکي پرې کړي، له زور زیاتي لاس واخلي او د ښځو او لږه کیو د حقونو په ګډون د افغانستان اساسی قانون ته درناوی ولري.
د متحده ایالتو یوهّ چارواکي وويل چې د سولې اساسي خبرې باید په خپله د افغانانو تر منځ وي.
او دغه چارواکي احتیاط کاوه چې له حده ډېره خوشبیني څرګنده نه کړي، او و یې ویل چې دا پر یوې اوږدې لار لومړنی ګام دی.
هغه زیاته کړه چې جګړې اکثراً د سولې په خبرو پایته رسېږي، خو هېڅ ضمانت نشته چې دا خبرې دې هرو مرو بریالۍ شي.
خو دا د ولسمشر اوباما د دې ژمنې د ترسره کېدو پر لور یو مهم او لوی ګام دی چې د امریکا جګړه به پای ته رسوي.








