کېمېرون او پوتین پر سوریې غږېږي

د اتو سترو صنعتي هېوادونو له غونډې دمخه چې سبا ته ترسره کېږي د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین نن په لندن کې د برتانیا له صدراعظم ډېوېډ کېمېرون سره ګوري.
تمه ده چې دواړه چارواکي به د سوریې په اړه وغږېږي.
په داسې حال کې چې امریکا سوريایي یاغیانو ته د وسلو د ورکړې خبره کړې او برتانیا هم له یاغیانو سره پر مرستې ټینګار کړی، تمه ده چې د اتو صنعتي هېوادونو په غونډه کې د سوریې کړکېچ ته د حل د یوې سوله ییز لارې هېلې پیدا شي.
د برتانیا صدراعظم ډېوېډ کېمېرون وايي دی به نن ناوخته د روسیې له ولسمشر ویلادمیر پوتین سره په کتنه کې له هغه وغواړي چې په سوریه کې د سولې په خاطر د نړیوالو د هڅې ملاتړ وکړي.
ښاغلي کېمېرون د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره په شمالي ایرلنډ کې د اتو صنعتي هېوادونو له غونډې دمخه نن په لندن کې ګوري.
دا په داسې حال کې ده چې برتانیا او روسیه په سوریه کې د کړکېچ په هکله په بشپړه توګه برعکس نظر لري.
د بي بي سي د دېپلوماتیکو چارو خبریال جنتن مارکس په دې هکله په خپل رپوټ کې وايي د سوریې پر سره د دواړو هېوادونو اختلافات به د برتانیا او روسیې اړیکې چې له پخوا نه نازکې دي نورې هم پېچلې کړي.
روسیې چې له ډېرې مودې راهیسې د سوریې د حکومت ملاتړ کوي په داګه کړې چې د امریکا، برتانیا او فرانسې د هغه تور په اړه چې پر سوریې یې لګولی او وايي چې د یاغیانو پرضد یې کیمیاوي وسلې کارولي دي شک لري.
هاخوا امریکا اوس د سوریې مخالفینو ته د وسلو د ورکړې خبره کوي او ښاغلي کېمېرون هم ټینګار کړی چې له یاغیانو سره د مرستې په خاطر باید ډېر څه ترسره شي.
په دغسې حالاتو کې به آیا مسکو هغه پلان عملي کړي چې له مخې به یې د سوریې حکومت ته له هر پلوه بشپړ هوايي دفاعي سیستم ورکړي؟
د دې پوښتنې په ځواب کې د بي بي سي خبریال د ښاغلي کېمېرون له قوله وايي ښاغلی پوتین ښايي پر هغو برخو تمرکز وکړي چې دوی پرې سره موافقه کولای شي او په سوریه کې د سیاسي انتقال او جینوا کې د دې سیاسي بهیر د پرمخ بېولو په خاطر یو نړیوال کنفرانس ته د تیاریو اړتیا ده خو د دغه ډول غونډې چانسونه لږ دي.
د اتو سترو صنعتي هېوادونو غونډې ته به چې سبا ته ترسره کېږي یوه له ننګونه دا وي چې د غونډې په پایله کې د سوریې کړکېچ ته له تاوتریخوالي پرته د حل د یوې سوله ییزې لارې هېلې پیدا شي.








