م م: سوریې جګړه کې زرګونه ماشومان وژل شوي

د ملګرو ملتونو په یوه رپوټ کې ویل شوي چې د سوریې په دوه کلنه جګړه کې تر اوسه زرګونه ماشومان وژل شوي دي.
په ( ماشومان او وسله والې جګړې) نومي رپوټ کې ویل شوي، چې د ۲۰۱۱ له مارچ راهیسې د حکومتي ځواکونو او یاغیانو په خپل منځې جګړو کې ماشومان هم په نښه شوي دي.
رپوټ کې د وژل شویو ماشومانو شمېر ( د نه زغملو وړ ) بلل شوی او زیاته شوې، چې حکومتي ځواکونه او یاغیان ماشومان د ځانمرګو بریدګرو او بشري ډال په توګه کاروي.
د ملګرو ملتونو دغه رپوټ د نړۍ د هغو ۱۴ هېوادونو په باب دی، چې ماشومان په کې له زورزیاتي او ظلم سره مخامخ دي.
رپوټ کې لومړی ځل د افریقايي هېواد مالي نوم په ( شرم وړ) نوملړ کې شامل شوی.
مالي کې وسله والې ډلې ماشومان په خپلو لیکو کې شاملوي او زورزیاتی ورسره کوي.
سږ کال دغه نوملړ کې د ۱۴ هېوادونو ۱۵ ډلو نومونه شامل شوي دي. رپوټ کې ویل شوي، چې وسله والو ډلو کې له شاملو ۱۲ تر ۱۵ کلنو پورې نجونو او هلکانو سره زور زیاتی کېږي او په ځانګړي ډول پر نجونو جنسي تېري کېږي.
د ملګرو ملتونو استازي د رپوټ د جزیاتو څرګندولو پر مهال وویل، چې سوریې کې د وژل شویو ماشومانو شمېر تر ټولو ډېر دی. د هغه په خبره:
" هغه وژل کېږي، تشدد پرې کېږي، زندانونو کې ساتل کېږي، د وسله والو په لیکو کې شاملېږي او له زور زیاتي سره مخامخ کېږی"
رپوټ کې د سوریې پر حکومتي پوځیانو تور لګېدلی، چې د مخالفانو اړوند ماشومانو سره زور زیاتی کوي او د سوري حکومت مخالفین له ماشومانو په جګړو کې کار اخلي او دغه راز یې د اکمالاتو د لېږد رالېږد لپاره هم کاروي.
د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې د سوریې جګړه کې تر اوسه ۸۰ زره کسان وژل شوي او دوه میلیونه ماشومان مرستو ته اړ دي.








