امریکا وايي 'سوري نظام کیمیاوي وسلې کارولې'

اعلامیه وايي، داسې باوري شواهد نه شته چې د سوریې مخالفینو دې هم دغه ډول وسلې کارولې وي.
د عکس تشریح، اعلامیه وايي، داسې باوري شواهد نه شته چې د سوریې مخالفینو دې هم دغه ډول وسلې کارولې وي.

د امریکا متحده ایالاتو د سوریې حکومت تورن کړي چې پر خپلو مخالفینو کیمیاوي وسلې کاروي او دې وسلو کې هغه پیچکارۍ هم شاملې دي چې پر اعصابو اغېز کوي.

د سپینې ماڼۍ له خوا په یوې اعلامیې کې راغلي چې استخباراتي معلومات ښيي، تر ۱۵۰ پورې کسان د کیمیاوي وسلو په کوچنیو بریدونو کې وژل شوي.

اعلامیه وايي، داسې باوري شواهد نه شته چې د سوریې مخالفینو دې هم دغه ډول وسلې کارولې وي.

سپینه ماڼۍ وايي له سرې کرښې نه هاخوا ګام اېښودل شوی او ولسمشر بارک اوباما پرېکړه کړې چې له یاغیانو سره به لا ډېره پوځي مرسته وکړي.

د جنوبي کوریلنا جمهوریت غوښتونکی سناتور لنډسي ګرېهام وايي د سوریې په کړکېچ کې به د امریکا د مداخلې ملاتړ وکړي خو له ولسمشر بارک اوباما یې غوښتنه وکړه چې په احتیاط ګام پورته کړي.

دغه راز بل جمهوریت غوښتونکي سنارتور جان مکین سوریې ته د امریکايي ځواکونو د استولو پرځای د سوریې مخالفینو ته د وسلو د ورکړې وړاندیز وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې د بشارالاسد حکومت په وار وار د کیمیاوي وسلو د کارولو خبره رد کړې ده.

وړاندې هم اوباما څو ځلې ویلي وو، چې د سوريې پوځ کیمیاوي وسلې کارولې دي.
د عکس تشریح، وړاندې هم اوباما څو ځلې ویلي وو، چې د سوريې پوځ کیمیاوي وسلې کارولې دي.

په همدې حال کې ملګرو ملتونو ویلي چې د سوریې په څه باندې دوه کلن کړکېچ کې له ۹۳ زرو نه ډېر کسان وژل شوي دي.

د امریکا اداره وايي، چې راتلونکو څو اوونیو کې به سوري پاڅون کوونکو ته د وسلې د ورکولو په اړه له کانګرس او ملګرو ملتونو او د امریکا له ځینو نورو هېوادونو سره سلا مشوره وکړي.

وړاندې هم اوباما څو ځلې ویلي وو، چې د سوريې پوځ کیمیاوي وسلې کارولې دي.

پر همدې مهال د امریکا د دفاع وزارت یوه چارواکي ویلي، چې اردن کې به خپل ایف ۱۶ جنګي الوتکې او پاټریوټ توغندي پرېږدي.

ملګري ملتونه وايي، سوریه کې د شخړې له پیل راهیسې تر اوسه لږ تر لږه ۹۳ زره کسان وژل شوي دي. دا شمېر له هغه، چې په جنورۍ میاشت کې خپور شو ۳۰ زره زیاتوالی ښيي.