کویت امیر ته "سپکاوی"، ښوونکې په بند محکومه شوه

د کویت یوې محکمې هغه ښځه په ۱۱ کاله بند محکومه کړې، چې د ټویټر ویبپاڼې له لارې، د دغه هېواد امیر ته پرې د سپکاوي کولو او حکومت کې د بدلون غوښتنې تورونه لګېدلي وو.
پر ۳۷ کلنې ښوونکې هد یٰ العجمي د خپل موبایل ټیلیفون د ناسم کارولو تور هم پورې شوی، خو نوموړې د استیناف حق لري.
د تېرو څو میاشتو په اوږدو کې د کویت واکمن شیخ صباح الصباح ته د تویټر له لارې د سپکاوي په تور یو شمېر کسان محاکمه شوي دي.
د کویت د اساسي قانون له مخې امیر ته تحفظ ورکړل شوی او نوموړي ته د تحقیر اجازه هېچا ته نه ورکول کېږي.
د روان کال په اوږدو کې د دغه هېواد یوې محکمې د مخالف ګوند د مهم مشر مسلم البراک هغه پنځه کلنه سزا ختمه کړه، چې د کویت امیر ته د ادعا شوي سپکاوي کولو له کبله ورکړله شوې وه.
د کویتي پارلمان غړی مسلم البراک د تېر کال په اکتوبر کې له هغه وروسته ونیول شو، چې یوه غونډه کې یې له امیره د ټولواکې واکمنۍ نه کولو غوښتنه کړې وه.
نوموړي ته د روان کال په اپریل کې سزا ورکړله شوه، چې د هغه د مدافع وکیل په وینا اوس لغو شوې ده. د مسلم البراک د نیول کېدو او محاکمې پر مهال کویت کې د پولیسو او احتجاج کونکو تر منځ د اړودوړ پېښې هم وشوې.
کویت کې د یو شمېر نورو عربي هېوادونو په څېر حکومت مخالف تحریکونه رامنځ ته نه شول، خو د دغه هېواد د پخوانیو پارلمان غړو او واکمنې صباح کورنۍ تر منځ تر څه حده ترینګلتیا شته.








