تر اعدام مخکې د سګریټ څکولو غوښتنه

په اعدام شویو کې یو پاکستانی یو سعودی او درېیم یې نه دی معلوم.
د عکس تشریح، په اعدام شویو کې یو پاکستانی یو سعودی او درېیم یې نه دی معلوم.

له ۲۰۰۷ کال راپدېخوا په لومړي ځل په کویت کې درې کسان د ځینو جرمونو په تور اعدام شوي دي.

په اعدام شویو کې یو پاکستانی بل د سعودي عربستان وګړي دي، خو د درېیم جنسیت یې نه دی په ډاګه شوی.

له تورنو کسانو یوه یې له اعدام شېبه مخکې د راغونډو شویو خلکو پروړاندې د یوه سګریټ څکولو غوښتنه کړې ده.

پر درې واړو تورنو د بېلابېلو جرمونو تورونه وو.

د کویت چارواکو خبریالان د کویت مرکزي زندان ته د اعدام د صحنې کتلو لپاره ورغوښتي وو.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، تر دې وړاندې شپږ کاله مخکې په کویت کې یو پاکستانی د نشه يي توکو د قاچاق په تور اعدام شوی.

د کویت خبري اژانس ویلي، د کویت په زندان کې پر ۴۸ بندیانو د اعدام حکم شوی، چې دا مهال د کویت د امیر هوکړې ته په انتظار دي.