کرزي د اته کلن ماشوم د قاتلانو اعدامول تایید کړل

- Author, مصطفی سالک
- دنده, کابل
ولسمشر حامد کرزي د هرات د يوۀ ملي سوداګر، نصير احمد نوروزي د اته کلن زوى د وژنې په جرم د دوو تنو د اعدام سزا تایيد کړه.
د تېر لمريز کال په وروستيو کې چې د هرات ولايت د يوه ملي سوداگر نصير احمد نوروزي اته کلن زوى علي سينا نوروزي ووژل شو، ولسمشر حامد کرزي له نصير احمد نوروزي سره د تيلې فوني خبرو په ترڅ کې ژمنه کړې وه، چې د کمکي زوى قاتلانو ته به يې د اعدام سزا ورکوي.
او پرون (سه شنبه/مې ۱۴) يې په دې لړ کې د دوو تنو مجرمانو عبدالسميع او عبدالجليل د اعدام حکم لاسليک کړ.
د افغانستان د چارو د ادارې د خبرپاڼې له مخه د کورنيو او بهرنيو جرمونو پروړاندې د سترې محکمې عالي ديوان دواړه مجرمان پړه خېژولي دي.
ولسمشر سترې محکمې ته سپارښتنه کړې ده، چې د مجرمانو د اعدام بهير وڅاري.
د ياد شوي ملي سوداګر د زوى تښتوونکو د هغه د خوشي کولو په بدل کې د ٤٠٠ زره امريکايي ډالرو غوښتنه کړې وه، چې د نه ورکولو په حالت کې يې ماشوم ووژل شو.
د علي سينا تر وژلو وروسته د هرات د ولايت مقام مخې ته لسگونو ښځو او نارينه وو لاريون کړې و او د ماشوم وژونکو ته يې د اعدام غوښتنه کړې وه.




