امریکا د ایران پر پیسو نوي بندیزونه لګولي

سپینې ماڼۍ ویلي، چې د بارک اوباما د فرمان له مخې، متحدو ایالتونو د ایران پر دودیزو پیسو او د موټر جوړونې پر صنعت نوي بندیزونه لګولي دي.
امریکا وايي، نوي بندیزونه یې پر تهران له دې کبله لګولي، چې د اتومي انرژۍ په اړه نړیوالو ته معلومات نه ورکوي.
د ایران هغه سوداګریز او مالي بنسټونه، چې په ریال او تومان د خرڅلاو معاملې کوي، او د ریال ډېره اندازه پخپلو معاملو کې کاروي، په دغو نویو بندیزونو کې شامل دي.
د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي چې "زموږ په نویو بندیزونو کې، د ایران ریال، چې د ۲۰۱۲ له پیل راهیسې یې ارزښت له لاسه ورکړی، شامل دی، خو دا لومړی ځل دی، چې په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د ایران پر پیسې نوي بندیزونه لګول کېږي".
همدارنګه، د اعلامیې له مخې، دغه بندیزونه د ایران د تر ټولو لوی عاید (کالیو او موټر جوړونې) پر صنعت هم ډېر اغېز کولای شي.
د بندیزونو له مخې، ایران ته باید د موټرو واردول ممنوع اعلان شي.
د نویو بندیزونو له مخه "د توکیو چمتو کول او په ایران کې د موټر جوړونې د صنعت خدمتونه په دغو بندیزونو کې شامل دي".
په ایران کې د سپرلۍ د ګاډو او موټر سایکل جوړولو صنعت هم د امریکا له دغو نویو بندیزونو اغېزمنېدلای شي.
''وخت کم دی''
ویل شوي، چې دغه بندیزونه وروسته تر هغه لګول شوي، چې امریکا د ایران پر صنعتي بېړیو هم بندیزونه لګولي وو.
د بارک اوباما د نوي فرمان له مخې، له هغو ایرانیانو سره هر راز مرسته کول د امریکا په بندیزونو کې شامل دي، چې د امریکا د بندیزونو په لست کې یې نومونه دي او له دوی سره مرسته کول د امریکا د بندیزونو د قوانینو خلاف کار دی.
د رپوټونو له مخ، د سپینې ماڼۍ ویاند جې کارني د بندیزونو په اړه ویلي چې "هم مهاله موږ د ایران پر حکومت خپل فشار ډېروو، خو د دیپلوماتیک حل او نړیوالوې ټولنې ته د ایرانیانو د مراجعې لپاره لاهم ور پرانیستی دی، ایران باید پوی شي چې وخت ډېر کم دی".

د تېرې شنبې په ورځ (د جون لومړۍ، جوزا/غبرګولي ۱۱)، د امریکا د خزانې وزارت پر هغو اتو پیټروکیماوي شرکتونو بندیزونه ولګول، چې په وینا یې د بندیزونو خلاف کړنې یې ترسره کړې دي.
د دغه وزارت په وینا، دغه شرکتونه "یا د ایران د حکومت ملکیت او یا د حکومت په اختیار کې دي".
د امریکا د تېرې شنبې ورځې د بندیزونو په لست کې ځینې کسان او د هوايي چلند ځینې هغه شرکتونه هم شامل وو، چې د ایران په اتومي پروګرام کې په همکارۍ تورن شوي وو.
بالاخره امریکا هڅه کوي، چې د بېلابېلو بندیزونو له لارې ایران له اتومي هڅو راوګرځوي.
خو ایران وايي، چې اتومي فعالیتونه یې د سوله ییزو موخو لپاره دي او دوی ترې یوازې د طبي او برېښنايي موخو لپاره ګټه اخلي.








