پر ایران د ارتباطي وسیلو بندیز نرم شوی
د امریکا متحده ایالاتو پر ایران د انټرنېټ او نورو ارتباطي وسایلو د خرڅلاو په بندیز کې یو څه آساني راوستې ده.
اوس امریکايي کمپنۍ کولای شي د موبایلونو او کمپیوټرونو په شان تولیدات پر ایرانیانو وپلوري او هغوی سره مرسته وکړي چې پر هغه څه غلبه وکړي چې د بهرینو چارو وزارت یې د ایران د حکومت له خوا د راتلونکې میاشتې تر ولسمشریزو ټاکنو وړاندې د خکلو د چپولو هڅې بولي.
خو د ایران پر حکومت د ارتباطي وسایلو د پلور بندیز به د پخوا په شان پر ایران د اټومي سیاست له امله د لګېدلو بندیزونو د یوې برخې په توګه په خپل ځای پاتې شي.




