عمران خان له روغتون وتلی

د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان دوه اوونۍ وروسته له هغه چې د ټاکنيزو هلو ځلو پر مهال له يوه تخت ولوېد، له روغتون وتلی دی.
ده ته د ورمېږ تکيه کولو وسيله لګول شوې چې له رغېدو سره يې مرسته وکړي، او د لاهور روغتون له شا دروازې وتلی چې په انتظار ولاړو خبريالانو ډډه وکړي.
چارواکيو د سې شنبې پر ورځ ويلي چې ښاغلي خان شاوخوا ۳۰۰ متره له مرستې پرته تګ کړی دی.
د ده (پي ټي ای) ګوند د تېرو تازه ټاکنو پر مهال، چې د نواز شريف مسلم ليګ ګوند وګټلې، ښې لاسته راوړنې درلودې.
د لاهور شوکت خانم روغتون ډاکټرانو ويلي ښاغلی خان به په لنډ مهال کې په لاهور کې د زمان پارک خپل استوګنځي کې پاتې کېږي، او د ارام لپاره به يو دوه اوونۍ وخت ته اړتيا ولري.
خو کېدی شي اجازه ورکړل شي چې په څو ورځو کې اسلام اباد کې خپل استوګنځي ته ولېږدېږي.
ډاکټرانو د سې شنبې پر ورځ وويل د عمران خان ملاتير اېکس وړانګو يو لړ کتنو د پرله پسې رغېدا او د ده د شا هډونو ښه والي پخلی کړی دی.
عمران خان د مې پر اوومه د ټاکنيزو هلو ځلو پر مهال په لاهور کې د يوې غونډې چمتو شوي سټېج ته له پورته کېدونکې تخت ولوېد او ټپي شو.
د مې ۱۱ مې ټولټاکنې په عمومي توګه د ده (پي ټي ای) ګوند لپاره يو ستر بری بلل کېږي، چې په لږ څه کې پاکستان کې له رسمي مخالف ګوند پاتې راغی.
دغو ټاکنو په ۱۹۴۷ کال کې د پاکستان له جوړېدو راهيسې په ډيموکراټيک ډول د دوو ټاکل شويو حکومتونو ترمنځ لېږد په ګوته کړ.








