پاکستان کې د ټاکنو په اړه شېبه په شېبه خبرونه
له غیر حتمي خو رسمي حکومتي شمېرو سره سم له زیارت او پشین سیمو څخه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند محمد عیسی روخان ملي اسمبلۍ ته غوره شوی.
د عوامي نيشنل گوند مشر اسفنديار ولي خان ماتې وخوړه
عمران خان پېښور کې هم غلام احمد بلور ته ماتې ورکولو سره ملي اسمبلۍ ته غوره شو
د پاکستان پخواني لومړي وزير راجه پرويز اشرف ټاکنو کې ماتې وخوړله.
قبايلو څخه د ملي اسمبلۍ ٤٣ حوزې نه خپلواکه کانديد بسم الله خان بريالى شو.
د تحريک انصاف مشر عمران خان راولپنډۍ نه پارلمان ته غوره شو
د غير رسمي شمېرو ترمخه د پاکستان د ملي اسمبلۍ مشرې ډاکټر فهمېده مرزار اود ولسمشر زدراري خور فريال تالپور ملي اسمبلۍ کې خپلې چوکۍ گټلې دي.
د تحريک انصاف ډلې وياند اسد عمر منلې چې مسلم ليگ ن د لويې گټونکې ډلې په توگه راڅرگنده شوې، خو ويلي يې دي دا د عمران خان په مشرۍ تحريک ته ماتې نه ده ځکه چې دوى هم لاس ته راوړنې لري.
اسد عمر وايي د غير رسمي شمېرو ترمخه په خيبر پښتونخوا ايالت کې به دوى ا
يالتي حکومت جوړوي.
پخواني لومړي وزير نواز شريف اعلان کړى دى چې د غير رسمي شمېرو ترمخه د هغه مسلم ليگ (ن) ډلې ټاکنې گټلې دي.
د خيبر پښتونخوا مرکز پېښور نه د عوامي نيشنل گوند کانديد غلام احمد بلور د تحريک انصاف د مشر عمران خان په مقابل کې خپله ماتې ومنله
پاکستان ټاکنو کمېسیون د کراچۍ ښار لپاره د ملي اسمبلۍ د دوو حوزو، چې په کې د ایالتي اسمبلیو ۱۴ حوزې راځي، د رایې اچوونې د بهیر وخت زیات کړی دی. ډېر شوی وخت ۳ ساعته دی.

د کوټې په شابو کلي سیمه کې د مېرمنو د رایې کاروونې پر یوه مرکز د لاسي بم برید شوی، چې په پایله کې ۴ مېرمنې ټپیانې شوې دي.
حمزه شینواری. جمرود. خېبر ایجنسۍ
خېبر ایجنسۍ کې مېرمنو رایې کارولې دي. د خېبر ایجنسۍ په لنډي کوتل او جمرود سیمو کې ډېر شمېر مېرمنو رایې کارولې دي. ځايي اوسېدونکي وايي، د تېرو ټاکنو پر تله په سږنیو ټاکنو کې د مېرمنو رایې کاروونکیو شمېر ډېر دی.
ارم عباسي بي بي سي کوټه
بلوچستان ایالت کې جمهوري وطن ګوند هم له ټاکنو پرېکړون اعلان کړی.

کراچۍ کې د ټاکنیز بهیر د شفافیت په باره کې پوښتنې راپورته شوې دي. کاندیدان وايي ټاکنې رڼې نه دي. د رایې ورکونکو لوی شمېر له ساعتونو راهیسې انتظار کوي. د ټاکنیز بهیر پای ته رسېدو ته له یوه ساعته هم لږ وخت پاتې دی، خو داسې ښکاري د رایې اچوونې وخت به زیات کړل شي.
مبایل ټیلیفون
اسلام اباد ښار ته څېرمه یوه ټاکنیز مرکز کې داسې هم ولیدل شول، چې بیوزله کسان د رایې اچوونې مرکز ته ننوځي، د کاندید کسان یو کامره لرونکی موبایل ورکوي، چې له ټاپې لګولو وروسته د خپلې رایې د فورمې انځور واخلي. د ټاکنو کمېسیون د رایې مرکزونو ته له ځانه سره د موبایل پر وړلو بندیز لګولی، خو د رایې اچوونې مرکز کارکونکو او امنیتي ځواکونو د دې قانون پلې کولو په لړ کې هېڅ اقدام نه دی کړی.
شهزاد ملک اسلام اباد بي بي سي اسلام اباد

چارسده کې ډېر شمېر مېرمنې د رایې اچوونې مرکزونو کې لیدل کېږي. د ترنګزی سیمې ټاکنیز تاریخ کې لومړی ځل یوې مېرمنې خپله رایه کارولې.
عزیزالله خان بي بي سي. چارسده.
ډېورنډ کرښې ته څېرمه د بلوچستان ایالت چمن ښارګوټې کې د دوو سیاسي ډلو تر منځ اخ و ډب رامنځ ته شوی. ځايي خبریال بي بي سي ته وویل، چې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او ۲ ټپیان دي.جماعت اسلامي ګوند کراچۍ کې د ټاکنیز بهیر پر مهال د ټګیو برګیو تور پورې کړی او له ټاکنو یې د لاس په سر کېدو اعلان کړی.
د خیبر پښتونخوا په مرکزي ښار پېښور کې د توندلارو له ګواښونونو سره سره ګهیځ وختي د رایې اچوونې مرکزونو کې د خلکو اوږده کتارونه ولیدل شول.د بلوچستان په مچ سیمه کې درې راکټونه توغول شوي، د تلفاتو په اړه څه نه دي ویل شوي.
پېښور ښار ته څېرمه لړمه سیمه کې د هلکانو د یوه ښوونځي مخې ته، چې د رایې اچوونې مرکز په کې فعال شوی و، چاودنه شوې، درې کسان ژوبل شوي.د بلوچستان ایالت په پسني او ګوادر سیمو کې د رایې اچوونې مرکزونه جوړ شوي، خو رایې اچوونکي په کې نه تر سترګو کېږي. د اعتصاب له کبله د ښار پر سړکونو ګاډي هم نه لیدل کېږي.
- د بلوڅانو د ملت پاله ګوندونو اییتلاف د ټاکنو پر ضد د اعتصاب اعلان کړی.د وخت له تېرېدو سره د رایې اچوونکو شمېر هم په ډېرېدو دی. د پاکستان د ښاري سیمو ډېر اوسېدونکي ګهیځ ناوخته له کورونو بهر وځي. لاهور کې د رایې اچوونې مرکزونو کې د مېرمنو ډېر شمېر تر سترګو کېږي.








