اوباما سوریه کې د روانې لوبې بدلول غواړي

امریکايي ولسمشر اوباما له روسي ولسمشر ولادیمیر پوتين سره د ټيلې فوني خبرو په مهال سوريه کې د ممکنه کيمياوي وسلو د استعمال په اړه اندېښنه ښودلې ده.
سپينې ماڼۍ ويلي، دواړو مشرانو په وروستيو ادعاوو له سره مرور کړي، او د دواړو هېوادونو د بهر نيو چارو وزيرانو جان کېري او سیرګې لاوروپ به په دې اړه خبرو ته دوام ورکوي.
متحده ايالات وايي دوی، د يوه جامع رپورت په برابرولو کار کوي چې ومومي د سوريې حکومت په څو څو ځله د چريکانو او ملکي وګړو پر ضد د سارېن په نوم کيمياوي توکي کارولي دي.
ولسمشر اوباما ويلي د کيمياوي وسلو د کارولو مانا به دا وي چې ولسمشر بشارالاسد له سرې کرښې تېر شوي دي.
د روسیې یوه خبري سرچینې د روسي ولسمشر د سلاکار یوري یوکاشوف له خولې ویلي، چې دواړو ولسمشرانو د سوریې د روان کړکې د ختمولو لپاره د لازمو کړنو ژمنه وکړه.
په پام کې ده چې اوباما له پوتین سره په راتلونکې جولای میاشت کې مخامخ خبرې وکړي.
واشنګټن پر موسکو نیوکه کړې وه، چې ګني د امنیت په شورا کې په ښکاره د سوري دریځ پلوي کوي.
اوباما تېره اوونۍ ژمنه کړې وه چې په دې مساله کې به جدي تحقیق کوي.
د لوبې بنسټ بدلول
امریکايي ولسمشر خبرداری ورکړی، چې په سوریه کې د کیمیاوي وسلو د کارولو لوبه باید بدله شي.
نوموړي ټینګار کړی، چې سوري نظام ته ټول وړاندیزونه مخې ته شوي دي.
د سپینې ماڼۍ یوه ویاند جې کارني ویليو د ملګرو ملتونو یو پلاوی سوریې ته کیمیاوي وسلو د کارولو د پلټنې لپاره روان دی.
د جنیوا پرېکړې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري دعربي هېوادونو د ټولنې له استازو سره په واشنګټن کې کتلي او د اپریل پر شلمه یې د استانبول هغه اعلامیه غندلې ده، چې وايي د جنیوا د پرېکړو پربنسټ دې په سوریه کې د یوه سیاسي جوړجاړي او حل لپاره هڅې وشي.

په واشنګټن کې زموږ خبریال وايي، په خبرو کې د ولسي وګړو پرضد د سوري نظام له لوري د بالستیکي توغندیو کارول په کلکو ټکو غندل شوي.
دوی ویلي، که چېرې سوریه خپلې سرتمبګۍ ته دوام ورکړي، پایله به یې ډېره ناوړه راووځي.
کیري سوریې ته د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي اخضر ابراهیمي سره هم کتلي دي.
ابراهیمي د امریکا له دفاع وزیر چک هېګل سره هم کتلي دي.
د ۲۰۱۱ له مارچ راهیسې په سوریه کې د واکمن نظام د ځواکونو او پاڅون کوونکو ترمنځ په جګړه کې تر ۷۰ زرو ډېر کسان وژل شوي دي.








