"سوریه کې سلګونه اروپایان په جګړه بوخت دي"

هغه اروپايي هېوادونه، چې اتباع یې په سوریه کې جګړه کوي، انګلستان، ایرلنډ او فرانسه دي.
د عکس تشریح، هغه اروپايي هېوادونه، چې اتباع یې په سوریه کې جګړه کوي، انګلستان، ایرلنډ او فرانسه دي.

د اروپايي اتحادیې د ترهګرۍ ضد مشر بي بي سي ته ویلي، چې سلګونه اروپایان سوریه کې له یاغیانو سره څنګ په څنګ له بشارالاسد حکومت سره جګړه کوي.

د نوموړي په وینا سوریه کې د حکومت ضد اروپايي جنګیالیو شمېر نژدې پنځه سوه کسانو ته رسېږي.

څارګرې ادارې وېره لري، چې احتمال شته له دې کسانو څخه یو شمېر یې د القاعده ملګري شي او اروپا ته له ستنېدو سره ترهګریز فعالیتونه پیل کړي.

هغه اروپايي هېوادونه، چې اتباع یې په سوریه کې جګړه کوي، انګلستان، ایرلنډ او فرانسه دي.

بي بي سي سره د خبرو پر مهال د اروپايي اتحادیې د ترهګرۍ ضد مشر وویل، سوریې ته له تلو مخکې له دې کسانو څخه یوه هم په ترهګرۍ کې لاس نه درلود، خو کله، چې دوی کورونو ته ستانه شي، ښايي له دوی نه یو شمېر یې توندلارۍ ته اوښتي وي او دا چې روزل شوي به هم وي، ځکه موږ داسې انګېرو، چې دوی به د یوه جدي خطر بڼه غوره کړي.

د بي بي سي خبریال ډنکن کروفرډ وايي ټوله اروپا کې څارګرو ادارو دې لړ کې تحقیقات پیل کړي.

د برتانیا او بلجیم څارګرې ادارې هڅه کوي، معلومه کړي، چې دغه کسان څنګه سوریې ته استول کېږي.

نېدرلنډ کې چارواکو د ترهګرۍ د خطر کچه لوړه کړې، ځکه توندلاري اتباع یې هېواد ته ستنېږي.