پر حلب بمبارۍ ۹ ماشومان وژلي

سوري فعالانو ویلي، چې حکومتي ځواکونو د هېواد په شمالي حلب ښار د شنبې پر ورځ بمبار کړی، چې د نهو ماشومانو په ګډون یې لږترلږه ۱۵ کسان وژلي دي.
برتانیا مېشتې د سوریې د بشري حقونو پلټونکې ډل ویلي، چې جنګي الوتکو د حلب ښار شیخ مقصود سیمې په لوېديځه غاړه کې له مخالفو وسله والو سره تر نښتې وروسته بمبار کړی دی.
دغه ډله دا هم وايي، چې د دیموکراتیک اتحاد ګوند وسله والو غړو د دغې سیمې د جنوبي دروازې پر سیمه برید کړی، او د بمبار په غچ اخیستو پنځه حکومتي پوځيان وژلي دي.
د ټولنې په وینا، هوايي برید څو ورځې وروسته تر هغو وشو، چې د حکومتي او وسله والو مخالفانو ترمنځ سختې نښتې شوې وې.
کردي لږکي
دواړې غاړې هڅه کوي، چې پر دغې ستراتیژیکې سیمې- چې کردي لږکي په کې اوسېږي- خپله ولکه ټینګه کړي.
پر همدې مهال، رسمي خبري رسنیو ویلي، چې مخالفو وسله والو د دمشق پر ښار د هاوان برید کړی، چې لږترلږه یو کس په کې وژل شوی او ګڼ نور ژوبل شوي دي.
برید ځینې ودانۍ او ګاډي هم زیانمن کړي دي.
د سوریې رسمي خبري اژانس "سانا" ویلي، چې برید په البرامکه کلي کې ګڼ سوداګریز ځایونه ویجاړ کړي او ګڼ ګاډي په کې سوځېدلي دي.
حلب او دمشق د سوریې لوی ښارونه دي، چې دواړې ښکېلې غاړې په کې د خپل کنټرول ټینګولو هڅې کوي.
مخالفانو په حلب کې ګڼې سیمې نیولې دي، خو تر اوسه حکومتي ځواکونو د دمشق له ګڼو سیمو خپل مخالفان په شا تمبولي دي.








