د هندي فلمونو مشهوره سندرغاړې شمشاد بیګم مړه شوه

شمشاد بیګم د هندي فلمونو د لومړي کتار په کلاسیک سندرغاړو کې شمېرل کېده.
د عکس تشریح، شمشاد بیګم د هندي فلمونو د لومړي کتار په کلاسیک سندرغاړو کې شمېرل کېده.

د هندي فلمونو مشهوره سندرغاړې شمشاد بیګم د ۹۴ کالو په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

شمشاد بیګم په مدرانډیا، سي ای ډي او قسمت غوندې شاهکار فلمونو کې سندرې ویلې وې.

د هغې لور اوشارترا له هندي خبري اژانس پي ټي ای سره په خبرو کې ویلي، چې شمشادبیګم له تېرو څو میاشتو راهیسې ناروغه وه او په روغتون کې بستري وه، چې تېره شپه مړه شوه.

شمشاد بیګم د هندي فلمونو د لومړي کتار په کلاسیک سندرغاړو کې شمېرل کېده.

نوموړې ممبۍ کې له خپلې لور او زوم سره یو ځای اوسېده. هغې له ګنپت لاپټو سره واده کړی و، چې په ۱۹۵۵ کال ومړ.

۱۹۷۰ کال لومړی ځل خلکو د هغې عکس ولید.
د عکس تشریح، ۱۹۷۰ کال لومړی ځل خلکو د هغې عکس ولید.

د شمشاد بیګم له غږ سره میلیونونه کسان بلد و، خو ۱۹۷۰ م لومړی ځل خلکو د هغې عکس ولید، ځکه له دې مخکې هغې تل له عکسونو اخیستو ډډه کوله.

نوموړې له مشهورو هندي سندرغاړو لتا منګېشکر، اشابهونسلې او محمد رفیع سره یو شمېر سندرې په شریکه ویلې وې.

لیکر پهلا پهلا پیار، کبهي ار کبهي پار، کهي په نګاهې کهي په نشانه د شمشاد بیګم هغه شاهکار سندرې دي، چې نن سبا هم د پخوا په څېر بې شمېره مینه وال لري.

د هندوستان حکومت د شمشاد بیګم د هنر ستاینې لپاره هغې ته مهم مډالونه ورکړي وو.