د چین شینګجیانګ نښتو کې ۲۱ کسان وژل شوي

د چین شینګجیانګ نارامې سیمې کې نښتو لږترلږه ۲۱ کسان وژلي، چې ۱۵ په کې پولیس او چارواکي دي.
د شینګجیانګ په یوه حکومتي وېبپاڼه کې ویل شوي، چې نښتې د تېرې سې شنبې ورځې له ماسپښین وروسته د باتچو او کاشغر په سیمو کې پیل شوې.
د حکومتي اعلامیې له مخې، نښته وروسته تر هغو پیل شوه، چې چارواکو د کارګرو په کالیو کې کورونو کې د وسلې لټول پیل کړل، بیا یې څو کسان ونیول.
وینا وايي د یوې ډلې اته کسان نیول شوی، او د اویغور ټپر ۱۵ پولیس او چارواکي په دغو نښتو کې وژل شوي دي.
د چین رسمي شینخوا خبري اژانس ویلي، چې دغه "خونړۍ نښتې" د ځینو کسانو د وژل کېدو لامل شوې، خو بیا یې مخه ونیول شوه.
په وروستیو کلونو کې د چین په دغه ایالت کې ورته نښتې شوې دي.
په اویغور او شینګجیانګ کې تر ډېره د چین هان قوم او اویغوري مسلمانان اوسېږي.
په ۲۰۰۹ کال کې د ورته خونړیو پېښو په پایله کې لږترلږه ۲۰۰ کسان وژل شوي وو.
د بي بي سي خبریاله سیلیا هاتون وايي، له شینګجیانګ څخه په ورکول کېدونکو رپوټونو باور کول ګران دي.
چارواکو له سیمې بهرنیو خبریالانو ته د وتلو امر کړی.
زموږ خبریاله وايي، چیني چارواکو بهرني خبریالان د دا ډول پېښو له پوښښ څخه منع کړي، او ورته وايي، چې یوازې د دولتي تلوېزیون او رسنیو پوټونه خپاره کړي.
اویغور د شینګجیانګ ولایت د اوسېدونکو ٪۴۵ جوړوي، خو د چین هان قوم ادعا کوي، چې ګني اویغوریانو هغه خپل نفوذ ډېر کړی دی.
د بیجېنګ چارواکو د تازه اړدوړ او وژنو پړه پر اویغور سخت دریځو اچولې ده.
خو اویغور فعالان وايي، چې بیجېنګ غواړي اویغور مسلمانان تر خپل نفوذ او واک لاندې سرټيټي وساتي.
د ۲۰۱۲ په اګست کې هغه مهال ۲۰ کسان زندانیان شول، په سیمه کې د ترهګرۍ تور پرې ولګول شو.








