چین ۲۰ یوغور مسلمانانو ته د عمري بند سزا ورکړه

چین هغو شلو کسانو ته د عمري بند سزا اورولې چې پرې تور و، چې د دغه هېواد په لوېدیځه سیمه سي جیان کې يې د ترهګرۍ په کړنو کې ونډه درلوده.
دغه ټول ۲۰ کسان د چین د لږکۍ ډلې یوغور، مسلمانان دي. یوه ډله چې د یوغور مسلمانانو په استازیتوب کمپاین کوي وايي دا سزا "سم ظلم" دی.
د دغو شلو کسانو د سزا خبر یوې دولتي خبري اژانس ورکړ. د دغه اژانس د خبر له مخې دغه شل کسان د بېلا بېلو جرمونو په تور په عمري بند محکوم شوي دي.
خبر وايي په جرمونو کې یو هم پر انټرنېټ د مذهبي توکو خپرول او توکمیز جلاوالي ته لمن وهل ښول شوي دي.
پر ځینو کسانو دا تور هم و چې ګویا غوښتل يې د سیمې یو پولیس ووژني.
سي جیان هغه سیمه ده چې شاوخوا نهه میلیونه خلک په کې اوسېږي چې ډېری يې یوغور توکمي مسلمانان وو خو د وروستیو پېښو او کډاوالۍ له امله اوس د مسلمانانو شمېر د همدې سیمې د هان توکمو چینایانو سره برابر ښودل شوی دی.
همدا سیمه ډېر کله د یوغور مسلمانانو او هان توکمو چینایانو تر منځ د کړکېچ شاهده وي.
په ۲۰۰۹ کال کې د همدې دواړو قومونو تر منځ خونړۍ نښتې وشوې چې د رپوټونو له مخې يې شاوخوا ۲۰۰ کسان ووژل.
یوغوریان بېجېنګ تورنوي چې له سیاسي او مذهبي پلوه يې ځپي خو د چین حکومت دا ادعاوې بولي او ردوي يې.
د یوغور نړېوال کانګرېس په نامه د بهر مېشتو یوغور مسلمانانو د یوې ټولنې ویاند بهرنۍ رسنیو ته ويلي چې دغه شل کسان یوازې او یوازې په دې نیول شوي چې امریکايي مېشتې راډیو ته يې غوږ نیوه او له یوټوبه يې ویډیوګانې ډولوډ کړې وې.
چین په دې وروستیو لسیزو کې هغه مهال د سخت توکمیز تاوتریخوالي شاهد و چې د هان اکثریت توکم له یوغور لږکیو سره کېوتل.
سي جیان د یوغور لږکیو ټاټوبی دی چې ډېری يې مسلمانان دي.
دوی شکایت کوي چې د ټاټوبي پراخې ځمکې يې د هان توکمو له لوري نیول شوي چې په لوی شمېر کې اوس په کې مېشت دي.








