د اسراییلو راتلونکی به څرنګه وي؟

اسراییل په منځني ختیځ کې د پوځ له پلوه تر ټولو پیاوړی هېواد دی.
د عکس تشریح، اسراییل په منځني ختیځ کې د پوځ له پلوه تر ټولو پیاوړی هېواد دی.

په اسراییلو کې د دغه هېواد د جوړېدو ۶۵ کلیزه د پنجشنبې په ورځ (اپریل/۱۸) په داسې حال کې ولمانځل شوه چې د هېواد د راتلونکي په اړه اندېښنې شته.

په خپله د اسراییلیانو تر منځ د نظر اختلافات ډېر شوی او په ګاونډیو هېوادونو کې د سخت دریځې اسلامپالې ایډیالوژۍ پیاوړې کېدل هم د اندېښنو لامل شوی.

ځیني وايي د ښې راتلونکې لپاره دې د لوېدیځې غاړې فلسطینیانو ته د اسراییلو تابعیت ورکړل شي خو ځیني نور بیا وايي له دې سره به د عربانو شمېر ډېر شي.

خو څارونکي وايي په ګاونډیو هېوادونو کې بدلونونه او د فلسطینیانو د شمېر زیاتېدل پر اسراییلو اغېز نه لري ځکه چې امریکا یې تر شاه ولاړه ده.

په عربي نړۍ کې له بدلونونو سره چې "عرب پسرلی" یې بولي د اسراییلو په ګاونډیو هېوادونو کې سخت دریځه اسلامپاله ایډیالوژي پیاوړې شوې ده.

په مصر کې د اخوان المسلمین ګوند واکمن دی، د حماس ډله چې د اسراییلو ویجاړول غواړي پر غزې کنټرول لري، سوریه د اور په لمبو کې ده او په اردن کې هم اسلامپالي د پیاوړي کېدو په حال کې دي.

په خپله په اسراییلو کې د بډای او خوار او د دنیا غوښتونکو سیکولر او په چټکۍ سره د مخ په زیاتېدونکو مذهبي یهودانو ترمنځ هم د نظر اختلافات مخ په زیاتېدو دی.

سر بېره پر دې په اسراییلو کې د مېشتو عربانو ترمنځ چې د دغه هېواد د نفوس شل سلنه جوړوي هم غصه مخ په زیاتېدو ده.

دا هر څه د دې لامل شوي چې اسراییل تر ډېر فشار لاندې راشي.

د ۴۵ کلونو لپاره اسراییلو د لوېدیځې غاړې پر ډېرې برخې کنټرول درلود چېرته چې فلسطینیان اوسېږي او له کلونو راهیسې هڅه کوي خپلواکي واخلي.

خو له دې هرڅه سره سره اسراییل په منځني ختیځ کې د پوځ له پلوه تر ټولو پیاوړی هېواد دی.

اوس چې اسراییل ۶۵ کلن شو پوښتنه دا ده چې "عرب پسرلي" او د اسراییلو ګاونډیو هېوادونو کې حالاتو ته په کتو سره به د دغه هېواد راتلوونکی څرنګه وي.

دا پوښتنه په امریکا کې د منځني ختیځ د چارو افغان کارپوه عالم پایند داسې ځواب کړه:

"د اسراییل دریځ له نورو عربي هېوادونو سره توپیر لري. په اسراییل کې په هرو څلورو کلونو کې انتخابات کېږي، رسنۍ ازادې دي نو داسې نه ښکاري چې د نورو عربي هېوادونو په څېر سیاسي بدلون په کې راشي. سربېره پر دې یې امریکا ملاتړ کوي، تر هغه وخته پورې چې صیهونستان په واک دي داسې نه بریښې چې ژور سیاسي بدلون دې په کې راشي. همدا حالت چې دی همداسې به وي."

د اسراییل هېواد په ۱۹۴۸ کال کې د دنیا غوښتونکو صیهونستان له خوا په دې هیله جوړ شو چې مذهب به یوازې تر عبادت ځایونو پورې محدود پاتي وي. خو "عرب پسرلي" نه یوازې پر عربي نړۍ ژور اغېز وکړ بلکې اسراییل یې هم تر یوه بریده په خپلې لمنې کې ونغاړه.

بله خوا مذهبي ملتپالو د لوېدیځې غاړې په هغو سیمو کې چې په ۱۹۶۷ کال کې یې له اردنیانو سره له شپږ ورځنۍ جګړې وروسته ونیولې د مېشت ځایونو جوړول تر ډېره غځولې ده.

اوس مهال په لوېدیځه غاړه او خیتځ بیت المقدس کې ۲ اشاریه شپږ میلیونه فلسطینیان اوسېږي.

نظر پوښتنې ښيي چې که اسراییل هغه ایډیالوژي چې دی يې پر بسنټ جوړ شوی ختمه نه کړي نو ښايي ښه راتلوونکی و نه لري.

په اسراییلو کې د واکمن ګوند ځیني غړي په دې نظر دي چې اسراییل باید د خپلې راتلوونکې لپاره د لوېدیځې غاړې ځینې برخې یا ټوله لوېدیځه غاړه فلسطینیانو ته ورپرېږدي.

د لکود ګوند یوې وکیلې زیپي هوټولفي بي بي سي ته ویلي که "غواړو چې دغه آیډیالوژي وساتو چې اسراییل یو دېموکرات او یهودی هېواد دی نو بیا باید ټولو فلسطینیانو ته د اسراییلو تابعیت ورکړل شي او له دوی سره د اسراییلي وګړو په څېر چلند وشي.... که غواړو چې دغه نظریه وساتو، باید هر څه وګالو. که د دېموکرات هېواد نظریه ساتو نو باید ټولو فلسطینیانو ته د اسراییلو تابعیت ورکړو، هغوی به هم لکه د نورو اسراییلیانو حقونه ولري. د هېواد اساسي قانون به دېموکراتیک وي خو لومړیتوب به یهودي ارزښتونو ته ورکوي. دا په نړۍ کې یوازینی یهودی هېواد دی. هغه کسان چې غواړي د دې هېواد تابعیت ولري باید یهودانو سره مساوي حقونه او مسوولیتونه ولري."

خو ځیني له دې حقیقته اندېښنه لري چې که فلسطینیانو ته د اسراییلو تابعیت ورکړل شي په دغه هېواد کې به د عربانو شمېر له یهوادنو ډېر شي.

بل نظر دا دی چې که داسې کېږي نو بیا به هم د چارو واګي د یهودانو په لاسونو کې وي او پر اسراییلو په اغېز و نه لري.

خو ښاغلی پایند وايي اسراییل اوس او په اوږدې مودې کې دوه انتخابه لري:

"اسراییل نه شي کولای چې تر قیامته عربان په اوسني حالت کې وساتي، چې نه دوی ته حقوقو ورکوي او نه سیاسي آزادي. اسراییل باید یوې حل لارې ته غاړه کېږدي. بله خوا په اسراییل کې د عربانو شمېر هم مخ په ډېریدو دی چې په اوږدې مودې کې دا هم یو خطر دی ځکه نو اسراییل دوه انتخابه لري یا به عربانو ته ازادي ورکوي او یا به د جګړې حالت ته دوام ورکوي."

په لوېدیځ کې څارونکي وايي له اسراییلو سره د عربانو د یو ځای کېدو په صورت کې که د چارو واګي له یهوادونو سره هم پاتي وي بیا هم اسراییل له دې وروسته په سیمه کې د تر ټولو لویې دېموکراسۍ ادعا نه شي کولای.

دوی یې یو لامل له لوېدیځې غاړې د اسراییل نه وتل په ګوته کوي چې له امله یې اسراییل تر سخت فشار لاندې دی.

رپوټونه وايي په ۲۰۰۸ کال کې د اسراییلو صدراعظم یهود المرد فلسطینیانو ته د لوېدیځې غاړې د ۹۴ سلنې ورسپارولو وړاندیز وکړ خو هغه مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې کاندولیزا رایس ویلي و د فلسطینیانو مشر محمود عباس ورته ویلي چې دا وړاندیز نه شي قبلولای.

خو په خپله محمود عباس دا خبره ردوي او وايي هېڅ داسې معامله نه وه شوې.

فلسطیني اداره وايي دا چې د لوېدیځې غاړې د اوسېدونکو ترمنځ مذهبي ایډیالوژي مخ په پیاوړې کېدو ده تر ټولو غوره حل لاره د دوو هېوادونو ده.

د اسراییل ترڅنګ یو خپلواک فلسطین.

د دوی په وینا له دې سره به هم د اسراییلیانو او هم د فلسطینیانو راتلونکی باوري شي.