د پاکستان پخوانی لومړی وزير کاندیدېدای نه شي

د پاکستان د انتخاباتو د کمیسیون له خوا د کاندیدانو د کاندیدېدا پر غوښتنلیکونو د غور په ترڅ کې د پخواني لومړي وزیر راجه پرویز اشرف پاڼې و نه منل شوې.
ښاغلي اشرف د پنجاب له ګوجر سیمې څخه ځان کاندید کړی و.
خو د پخواني پوځي مشر جنرال پرویز مشرف هغه غوښتنه ومنل شوه چې د چترال له ناحیې يې ځان کاندید کړی و.
په پاکستان کې یو کس څو ځایه هم ځان کاندیدولی شي.
جنرال مشرف درې نورو ځایونو کې هم ځان کاندید کړی و خو په هغو ناحیو کې د انتخاباتو د کمیسیون له خوا و نه منل شو.
د پاڼو د څار یوه افسر جمال خان رسنیو ته وویل: "محاکمو لا تر اوسه جنرال مشرف محکوم کړی نه دی نو د هغه ردول موږ د تور په حساب نه شو کولی."
د جنرال مشرف له اسلام اباد او کراچۍ څخه د کاندیدېدا غوښتنه رد شوه.
خو د جنرال مشرف د ګوند چارواکي وايي دوی به د دغو ردونو پر ضد اپيل کوي.
د پاکستان نور ګوندونه وايي جنرال مشرف دوه وارې اساسي قانون مات کړی او په همدې دلیل باید د کاندیدېدا حق ور نه کړل شي.
د پاکستان د پخواني لومړي وزیر راجه پرویز اشرف په باب تر اوسه څه نه دي ویل شوي.
خو د هغه د واکمنۍ په ورځو شپو کې پر هغه د فساد تورونه را بر سېره شول.
پر ښاغلي اشرف تور پورې شوی چې یو وخت يې د برېښنا د وزير په توګه پيسې خوړلې وې.
راجه پرویز اشرف دغه تورونه ردوي.
د پاکستان د بخرنیو چارو د پخوانۍ وزیرې په باب هم اندېښنې وې چې د فساد د تورونو له امله ښايي د هغې د کاندیدېدا پاڼې هم رد شي.
په پاکستان کې به د مې په ۱۱ مه نېټه انتخابات کېږي








