پښتونخوا: رښتيا درواغ شو

د جعلي توب په سزا کې ډېر ښه معتبر شخصيتونه نا اهله شول، جرمانه او د زندان سزا ورته ورکړ شوه.
د عکس تشریح، د جعلي توب په سزا کې ډېر ښه معتبر شخصيتونه نا اهله شول، جرمانه او د زندان سزا ورته ورکړ شوه.

مشرانو څه ښکلې خبره کړې چې د درواغو مزى لنډ وي، خو د درواغجنو په دغه خبره نه باور شته او نه يې مني، ځکه چې درواغجنو سره دا قوت وي چې هغوی په خپل چل/هنر د درواغو نه رښتيا جوړولى شي.

په سياسي لوبه کې خو رښتيا کم او درواغ زيات وي. چېرته چېرته کله نا کله خو بېخي رښتيا نه وي. دومره درواغ وي لکه د پښتو په سي ډي فلمونو کې درز/غوبل، قتلونه او نورې خبرې!

اوس د سياسي لوبې د پنځو کالو رښتيا په يو څو ورځو کې درواغ شول. پنځه کاله چې په کومو اسنادو، اېوانونو کې کومو ليډرانو ناسته کړې وه، مشري او وزيري يې کړې وه، هغوی قاضي ته مخامخ شول او اسناد يې جعلي وختل.

د جعلي توب په سزا کې ډېر ښه معتبر شخصيتونه نا اهله شول، جرمانه او د زندان سزا ورته ورکړ شوه.

پرون چې کوم خلک د بندو شیشو په ګاډو کې ناست وو، په ګاډي کې پاکستانۍ جنډه رپېده او وړاندې وروسته به ترې حفاظتي دستې روانې وې، هغوی ټول جعلي وو.

هغوی ټول نن په جېلونو کې پراته دي، د خپلو درواغو سزا ویني، د رښتياوو نه درواغ جوړېدو سلسله دوام لري. هر درواغجن په خپلو درواغو کې وېره کوي، خلک وايي د غل په ږيره کې خس وي، غل او درواغجن دواړه د يوه نسل دي.

د يو څېړنې له مخې، د پاکستان پنځه کاله جمهوريت د فساد، درواغو، لوټ مارۍ، قتل او قتال نه ډک دی. په مجموعي توګه يې مثال داسې وو: ''دا هم زما او دا هم زما.''

فساد خو په پاکستان کې د لوې مرتبې يو علامت ګڼل کېږي.

د وړوکي حېثيت نفر که د سوونو/ زرګونو پیسو چې پر بجلۍ، ګاز، ټیلیفون او نورو يې لګولي وي و نیول شي نو جېل ته ځي، خو هر لوی سړى که د کروړونو/اربونو کالدارو په غلا کې ککړ وي او عدالت سزا کړى هم وي نو په اېوانونو کې ناست وي.

د ملک او قوم د ګټو او خدماتو لپاره سرکاري قسم خوري. د سرکاري قسم ثواب او ګناه دواړه يو برابر دی، هلته خو د ګناه تصور نشته ځکه چې ''سرکار بنام سرکار'' وي.

د فساد مشر ورور جعلي توب وي. په پاکستان کې مشر او کشر دواړه وروڼه دا وخت د قاضي پر وړاندې ولاړ دي. د ټولو لويو خاندانونو نفر په جعلي اسنادو پنځه کاله جمهوريت ټينګ کړ، دا هغه جمهوريت و چې جمهوريت پسندو پرې مبارکۍ واخیستې ځکه په پاکستان کې په لومړي ځل جمهوريت خپل عمر پوره کړ.

د جعلي اسنادو په لړ کې چې د قاضي د فېصلو کومه لړۍ روانه ده، هغې سره د پاکستان د لويو خاندانونو او غريبانانو تر منځ د تعليم شرح هم څرګنده شوه.

په پاکستان کې د لويو خاندانونو لوی خلک نالوستي دي، خو هغوی په دولت باندې تعليمي اسناد جوړوي، يا چې کوم لوستي دي په هغوی کې د لويو تعليمي ادارو نه په دولت امتحانونه پاس کوي، په سياسي خبرو، تقريرونو، او شيشه بند ګاډو او اېونونو کې دغه خلک هر څه پټولى شي.

د هغوی په مقابل کې غريب خلک زيات تعليمونه کوي، خو د سرکاري معاش روزګار نه پاتې وي.

د يوې سروې مطابق په پښتونخوا کې د طالبانائزېشن وجه بې تعلیمي، غربت، بې روزګاري ده، او د پاکستان په نورو برخو کې هغه غريب خلک چې تعليمونه يې کړي دي، پوهنتون نه فارغ دي خو روزګار نه مومي، نو هغوی په لويه پېمانه په نورو وارداتو کې ککړ شي او يا ځان مرګو بریدونو ته مخه کوي.

درېیم ډول هغه خلک مذهبي مدرسو ته ځي چې دماغي طور په تعليمي مېدان کې کمزوري وي.

خو د لويو خاندانونو، موروثي سياسي کورنو، خانزادګان، شهزادګان د سياست په لاره اېوانونو ته ورسي، د هغوی درواغ هم رښتيا ښکاري.

خو اخر تر کومه!!؟؟

دا وخت چې کوم سياسي شهزادګان، خانزادګان، نيازبين نازولي د جعلي توب په سزا په جېلونو کې پراته دي، هغوی په ډېرو حوالو د دې غريبو لوستو ځوانانو مجرمان دي.

ځکه چې غريبو ځوانانو سره ټول تعليمي اسناد شته خو معاش روزګار نه لري او د پاکستان سياسي شهزادګان ټول جعلي اسناد لري خو وزارتونه کوي.

نن هم په هر لار، کوڅه د جعلي اسنادو د وزيرانو د نومونو تختۍ په سيمټى فريم لګېدلي دي.

په کوم قام کې چې مشرتابه درواغ وايي، درواغ کوي، هلته به د فساد او د حق خوړنې مرض څنګه ختمېږى، "چينجنه اونه خو مېوه نه کوي."