تبت:د لسګونه کان کېندونکو د وژل کېدو وېره ده

له ٨۰ کسه ډېر کان کېندونکي چې د تبت په يوه لرې پرته سيمه کې خپلو استوګنځيو کې د ځمکې د ښوېدو له کبله ایسار شوي له پېښي ٢٤ ساعته وروسته اوس داسې وېره پيدا شوې چي ښايي وژل شوي وي.
د ژغورنې له ۱۰۰۰ ډېر کار کوونکي چې په درنو ماشين الاتو سمبال دي، له نژدې څلور ميله مربع سيمې نه د ټنونو خټو، ډبرو او نورو خاورو خځلو په پاکولو بوخت دي.
د ژغورنې په دغو عملياتو کې د ژونديو کسانو د موندنې لپاره روزل شوي سپي او يو ډول ماشينونو نه چې ژوندي انسانان په نښه کولای شي کارول کېږي.
دغه کان چې د تبت مرکز لېهاس ته نژدې پروت دى، له ځمکې نه د پنځه زره متره پورته موقعيت لري.
د دغې سیمې په کانونو کې سره زر، سپین زر او نور کانونه موندل کېږي. د ځمکې ښوېدنې پېښه هغه مهال وشوه، چې کان کېندونکې له ورځني کار وروسته په خپلو خونو کې ویده وو.

د کان ملکیت د چین له دولتي شرکت (چاینا نیشنل ګولډ) سره دی، چې په چین کې د سروزرو موندلو او را اېستلو چارې پر مخ بیايي. د چین دولتي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، چې ایسار شوي کان کېندونکي هان توکمه چینایان دي او دوه کسان د تبت اوسېدونکي دي.
د چین ولسمشر شي چن پنګ چارواکو ته امر کړی، چې د ژغورنې په فعالیتونو کې له دقته کار واخلي. د بي بي سي خبریال جان سټیورټ وايي د ځمکې ښوېدنې حجم او دومره وخت تېرېدو ته په کتو داسې معلومیږي، چې د ایسارو کسانو د ژوندي پاتې کېدو هیله د له منځه تلو په حال کې ده.
یو شمېر نیوکه کوونکي وايي چین غواړي د تبت طبیعي زېرمې ولوټي، خو چیني چارواکي وايي دوی په دې سیمه کې د پانګه اچوونې له لاري غواړي د تبت د اوسېدونکو د ژوند د معیار کچه لوړه کړي.








