عرب ليګ د سوريې د کړکېچ پر سر غونډه ځنډولې

د عکس سرچینه، BBC World Service
د عرب لیګ د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د سوریې د کړکیچ په اړه هغه غونډه وځنډول شوه، چې د سعودي عربستان په جده ښار کې نن (یکشنبه، اګست ۱۲)کېدونکې وه.
اوس ویل کیږي، چې دغه غونډه به یو بل وخت راوبلل شی. دعرب لیګ سکرتر احمد بن هیلي د دې غونډې د ځنډولو سبب ونه ښود.
ټاکل شوې په دغه غونډه کې د سوريې لپاره د عربي ټولنې، عرب ليګ او ملګرو ملتو د ځانګړي استازي کوفي عنان پر ځای د نوي استازي پر ټاکلو غور وشي.
د دې مياشتې په لومړيو کې د ملګرو ملتو او عرب ليګ ځانګړي استازي کوفي عنان له دې امله استعفی ورکړه چې په سوريه کې يې د سولې پلان کار ور نه کړ.
په ملګرو ملتو کې دپلوماتيکې سرچينې وايي ښايي د کوفي عنان پر ځای الجزايری دپلومات لخدر براهيمي ونومول شي.
بل خوا د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن ويلي د سوريې د بحران د هواري او د سوري مخالفينو د ملاتړ لپاره امريکا او ترکيه ګډه کاري کمېټه جوړوي.
مېرمن کلنټن دغه څرګندونې د ترکيې د سفر پر مهال په استانبول کې د دغه هېواد له لومړي وزير او نورو ترکي مشرانو سره له کتنې وروسته وکړې.
دې وويل له ترکي چارواکو سره کتنو کې يې په سوريه کې د لا ستونزمنو حالاتو په اړه هم خبرې کړي، چې په هغه کې د حکومت له لوري د ياغیانو پر ضد د کېمياوي وسلو ممکنه کارول هم راځي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې وويل همدا اوس ۲۰۰زره سوريان مرستو ته اړتیا لري او امريکا د هغو کسانو لپاره پيسې زیاتې کړي چې له خپلو کورنو بېځايه کېږي.
پر همدې مهال د سوريې په دوو لویو ښارونو حلب او دمشق کې د حکومتي ځواکونو او ياغيانو ترمنځ سختې جګړې روانې دي.








