''امریکا پوهېږي چې الظواهري پاکستان کې دی''

د عکس سرچینه، AP
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن ویلي امریکا په دې ښه پوهېږي چې د القاعدې اوسنی مشر ایمن الظواهري پاکستان کې دی.
هیلري کلنټن ویلي ''موږ د القاعدې د له منځه وړلو په تکل یو، او تر یوه حده په دې کار کې بریالي شوي هم یو.''
آغلې کلنټن زیاتوي چې ''د القاعدې مهم مشران اوس د تېښتې لار لټوي، موږ پوهېږو چې د اسامه بن لادن ځایناستی ایمن الظواهري پاکستان کې دی، او موږ د هغو کسانو د نیولو په هڅه کې یو چې د القاعدې ملاتړ کوي.''
د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې ویلي ''تاسې باید د هغو کسانو پرضد جدي ګامونه واخلئ چې ستاسې د وژلو هڅه کوي. تاسې باید پرخپله دنده خپل پام ورټول کړﺉ.''
وړاندې د امریکا دفاع وزیر لیون پنیټا هم ویلي وو چې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري ډېر امکان شته چې د پاکستان په لوېديځو قبایلي سیمو کې به پټ وي.
د پاکستان د پوځي استخباراتو یوې څانګې ویلي د امریکا له پوځي استخباراتو یې تمه دا ده چې د الظواهري او نورو مهمو القاعده غړو په تړاو ترلاسه شوي معلومات له پاکستاني پوځ سره شریک کړي.
پاکستان تمه ښيي چې ددغو استخباراتي معلوماتو په شریکولو سره به پاکستانی پوځ د القاعده شبکې د غړو په نښه کولو کې ډېره مرسته وکړي.




