(۱+۵) قدرتونه د ایران لانجمن اتومي پروګرام په اړه غږېږي

د عکس سرچینه، AP
د نړۍ ستر قدرتونه په تېر يوه کال کې د لومړي ځل لپاره نن د ايران د لانجمن اتومي پروګرام پر سر د بحث لپاره سره جرګه کېږي.
ټاکل شوې امريکا، روسيه، چين، برتانيا، فرانسه او جرمني د ترکيې په استانبول کې له ايراني چارواکو سره خبرې وکړي.
ولسمشر اوباما دا کتنه د دپلوماسۍ په برخه کې وروستی چانس بللی دی.
امريکا ايران تورنوي چې ګواکي په پټه د هستوي وسلو د ترلاسه کولو په تکل کې ده. خو ايران دا تورونه رد کړي دي.
بل خوا د ايران د ملي امنيت شورا مشر سعيد جليلي د ايران د هستوي وسلو پر سر د خبرو لپاره استانبول ته رسېدلی دی.
د ايران له لوري به د دغو خبرو مشر مرکچي سعيد جليلي وي او د پنجه جمعه هېوادونو له لوري به د خبرو مشري د اروپايي اتحاديې د بهرنۍ پاليسۍ د مشرې کاترين اشتون پر غاړه وي.
د امریکا متحده ایالتونه پر ایران تور پورې کوي، چې په وینا یې اتومي وسلې جوړوي، خو ایران بیا د امریکا او اروپا دا تور ردوي.
په ټوله کې اسراییل په سیمه کې د ایران له اتومي هڅو ډېره وېره لري، او کله – ناکله پر ایران د برید ګواښ هم کوي.
د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي په دې وروستیو کې ټینګار کړی، چې هېواد یې د اتومي وسلو د تولید هڅه نه کوي:

د عکس سرچینه، AFP
"موږ د خپلو دلایلو له کبله د هېڅ ډول اتومي وسلو جوړولو هڅه نه کوو. نه مو جوړه کړې او نه یې په جوړولو توانېږو. دا موږ ته یوه بهانه ده."
د ایران د تومي هڅو پر سر موضوع په دې وروستیو کې ډېره توده شوې ده، او ان اسراییل پر ایران د برید غاښ چیچی هم کوي.
خو ایران وايي، که اسراییل برید پرې وکړي، سخت ځواب به ورکړي.
د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان پخپل وروستي راپور کې د ایران د اتومي هڅو په اړه اندېښنه ښودلې او وايي چې له ایراني چارواکو سره پر خبرو سربېره، بیا هم د ایران اتومي هڅې ګړندۍ او ځواکمنې کېږي.








