تاسو د فلش پروگرام سمه بڼه نه لرئ

چندر بهادر ډانګي وايي چې په ټول عمر کې نه دی ناروغه شوی.
د نړۍ د ریکارډونو د ثبت د کتاب ګنیز ډاکټرانو یوې ډلې په نیپال کې یو سړی د نړۍ تر ټولو د ټيټې ونې انسان ثبت کړی دی.
۷۲ کلن چندر بهادر ډانګي لوړوالی یوویشت اعشاریه پنځه انچه دی.
دغه د ټیتې ونې سړي خبریالانو ته وویل: ((زه ډېر خوشاله یم، زه د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو لیدل غواړم.))
چندر بهادر ډانګي د نیپال له پلازمېنې کتماندو نژدې څلور سوه کیلومتره لیرې په یوه کلي کې له خپلې کورنۍ سره اوسېږي.
نوموړی پنځه وروڼه لري، چې ټول یې د عادي انسانانو ونې لري.
د هغه کورنۍ ویلي، چې په ټول عمر کې نه دی ناروغه شوی.
د ګنیز د ډاکټرانو ډلې هم ویلي چې ډانګي هېڅ کومه ناروغي نه لري.
له ډانګي مخکې د فلپین یوه سړي د نړۍ د ټيټې ونې سړي ریکاټ مات کړی وو.
BBC © 2014.بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي
.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .