د نړۍ تر ټولو ټيټ سړی په کولمبیا کې دی

هرناندیز
د عکس تشریح، هرناندیز ډېره تمه نه لري چې ده ته دې هم دا نوم ورپاتې شي، دا ځکه چې نيپالی خاجندرا تابا ماجار په راتلونکي اکتوبر میاشت کې ۱۸ کلن کېږي، چې تر ده ټيټه ونه لري.

د ګينیس کتاب د کولمبا یو سړی، چې ۷۰ سانتي متره اوږدوالی لري، په ګرده نړۍ کې تر ټولو د ونې ټيټ سړی اعلان کړی دی.

د ۲۴ کلن او ۱۰ کیلوګرامه وزن لرونکي ادوارد نینو هرناندیز مور وايي کله یې چې زوی په دوه کلنۍ کې و، و وجود وده یې په ټپه ودرېده.

هرناندیز وايي "ویاړم چې په خپل ډول کې ساری نه لرم."

په دې سره دغه کولمبايي ځوان د چيني هي بینجبینګ ریکارډ مات کړ، چې له هیرناندیز څلور سانتي متره اوږد و او په تېر مارچ میاشت کې ومړ.

ادوارد هغه مهال خپله زده کړه پرېښوده، چې تر اتم ټولګي پورې ورسېد.

تر هغه وروسته نوموړی د کالیو د یوه خرڅلار اړوند نڅاځای ته ورغی.

دی اوس په يوه سینمايي فیلم کې رول لوبوي.

هرناندیز ډېره تمه نه لري چې ده ته دې هم دا نوم ورپاتې شي، دا ځکه چې نيپالی خاجندرا تابا ماجار په راتلونکي اکتوبر میاشت کې ۱۸ کلن کېږي، چې تر ده ټيټه ونه لري.

ماجار دا مهال په نړۍ کې د بالغو کسانو تر ټولو د ټيټې ونې لرونکی ګڼل کېږ، چې ټول ټال اوږدوالی یې ۵۶ سانتي متره دی.

هرناندیز
د عکس تشریح، ډاکټرانو د هرناندیز د ټيټې ونې په اړه څه نه دي ويلي.

وړاندې مړ شوی هندی ګل محمد په نړۍ کې تر ټولو ټيټ سړی و.

هغه ۵۶ سانتي متره ونه لرله.

يانې له خاجندرا څخه يو سانتي متر اوږد و.

د هرناندیز مور نعومي وايي، ډاکټرانو لا د هغې د زوی د ټيټې ونې لامل نه دی ورته ښودلی، خو زیاتوي چې په بوګاټا کې ملي ټولنې هغه مهال د ناندیز په اړه څېړنه پيل کړه، چې د هغه عمر درې کاله و او بیا یې خپله څېړنه بشپړه نه کړه.

د ادوار ۱۱ کلن ورور میجیل آنخیل ۹۳ سانتي متره اوږدوالی لري.