
په کتماندو کې د بي بي سي خبریال جاونا جولي وايي مګار وايي: "کله چې زه ۱۸ کلن شوم، غواړم چې واده وکړم، غواړم د دوو کلونو په اوږدو کې واده وکړم. غواړم چې یو لوی سور رنګه موټر ولرم او پخپله یې وچلوم. "
يوه ۱۸ کلن نيپالي ته د نړۍ د تر ټولو کوچني يا ټيټ قد لرونکي سړي نوم ورکړل شو.
دغه کس څه باندې 67 سانتي ېتره قد لري چې د يوه کلن ماشوم له قد قامت سره برابر دى.
د (خاگيندرا تاپا مگار) نوم د گينس په کتاب کې د هغه د زوکړې د ۱۸ کليزې په وياړ جوړو شوو مراسمو کې وليکل شو، چې ده په کې د خپل قد دوه برابر جوړ شوى کيک پرې کړ.
دغه کس چې شپږ نيم کيلو گرامه وزن لري وايي، د واده او دا چې د خپلې مېرمنې په لاسي بيک کې د نړۍ د ليدوهيله لري.
هغه ته دغه راز د نيپال د توريزم یا گرځندوی د سفير لقب هم ورکړل شوى.
تر ده وړاندې د قد له اړخه نړۍ تر ټولو کوچنى کس د کولمبيا کلېکاږل (ادوارد هرنانديز) و، چې دى ترې درې سانتي متره کوچنى دى.
د خاگيندرا تاپا مگار هغه اتلسمه کلیزه او په ګینیز کتاب کې د نوم لیکنې مراسمو ته یو شمېر نړیوالې او سیمه ییزې مهمې څېرې ورغلې وې.
۲۴ کلن هرناندیز ۷۰ سانتي متره اوږدوالی او ۱۰ کیلوګرامه وزن درلود.
په کتماندو کې د بي بي سي خبریال جاونا جولي وايي مګار وايي: "کله چې زه ۱۸ کلن شوم، غواړم چې واده وکړم، غواړم د دوو کلونو په اوږدو کې واده وکړم. غواړم چې یو لوی سور رنګه موټر ولرم او پخپله یې وچلوم. "



































