۱۲ افغانان د امريکا ضد مظاهرو کې وژل شوي

د عکس سرچینه، BBCPashto.com
لږ تر لږه ۱۲ افغانان په افغانستان کې د امريکا ضد مظاهرو په دوام وژل شوي دي.
دا مظاهرې د بگرام په امريکايي اډې کې قرانکريم د څو نسخو د سوځولو پر ضد د مظاهرو په څلورمه ورځ شوي.
دوى څخه اوه کسان د هرات په لويديځ ولايت کې د جمعې له لمانځه وروسته په مظاهرو کې وژل شوي.
خپله په پلازمېنې کابل کې افغان امنيتي ځواکونو د هغه مظاهره کوونکو د خورولو لپاره هوايي ډزې وکړې چې د امريکا سفارت او د ناټو مرکز په لور روان وو.
د افغانستان په نورو ولايتونو کې هم ورته مظاهرې شوې.
د څلورو ورځو په مظاهرې کې په ټوليز ډول لږ ترلږه ١٨ عادي افغانان او دوه امريکايي پوځيان وژل شوي دي.
په افغانستان کې دناټو جيگپوړي قوماندان د زغم او ارام اوسېدو غږ کړى دى.
دا مظاهر هغه مهال له بگرامه پيل شوې چې امريکايي اډې کې د قرآن کريم څو نسخې او نورو سپېڅلي کتابونه و سوځول شول.
د امريکا د ولسمشر بارک اوبا په گډون څو جگپوړو امريکايي چارواکو ددې پېښې له امله له افغانانو بخښنه غوښتې ده او هم د افغان حکومت لخوا ټاکل شوي پلټونکي پلاوي د ارام اوسېدو غږ کړى خو بيا هم مظاهرو دوام موندلى دى.








