د باليووډ مخور ستوری ډېو اناند ومړ

ډېو اناند
د عکس تشریح، ډېو اناند خپلو فلمونو کې د باليووډ مشهورو ښځينه ستوريو پر وړاندې راڅرګند شوی و.

د باليووډ افسانوي ممثل ډېو انند په لندن کې د خپل عمر په ۸۸ کلنۍ مړ شوی دی.

د کورنۍ له خوا يې يوې خبرپاڼه کې د مرګ لامل د زړه حمله ياده شوې ده.

د شپږو لسيزو خپل هنري ژوند سره اناند د هند تر ټولو مشهور او مخور فلم ستوري او ډايرېکټر شوی و. د ده وروستی فېلم په تېر سپتمبر کې راووت.

اناند ډېر وخت د هند په ګرېګوري پېک پېژندل کېده، چې دغه وروستی بيا د هاليووډ ځلېدلی ستوری و.

اناند د تمثيل او هنر خپل ژوند په ۱۹۴۶ کال کې پيل کړی و، چې بيا ترې د خپل هېواد تر ټولو ستر ستوری جوړ شو.

اناند په خپلې زړه راښکونکې او جذابې بڼې چې پر سر به يې خولۍ وه او نکتايي به يې تړلې وه، د باليووډ ځينو مشهورو ښځنه فېلم ستوريو پر وړاندې رومانټيکو رولونو کې راڅرګند شوی و.

ډېو اناند
د عکس تشریح، ډېو اناند د فېلم توليد خپل شرکت هم درلود، او د ۳۵ فېلمونو ډايرېکټري يې کړې ده.

د ډېو اناند ځينې فلمونو شهرت ګټلی و، او دی په کې پر خپلو رولونو خورا ځلېدلی، چې مشهور يې "پېينګ ګېسټ، بازي، جويل تيف، سي ای ډي، جاني مېرا نام، امير غريب، سبز راما هري کرشنا او دېس پردېس" فلمونه دي.

ده د فېلم توليد خپل شرکت هم جوړ کړ، او د ۳۵ فېلمونو ډايرېکټري يې کړې ده.

د فېلم صنعت ته د انان تنده او ورسره مينه هېڅکله نه وه تته شوې او په وروستي فېلم سره چې په نژدې وخت کې راوتلی تر پايه يې کار کاوه.

د باليووډ مخور ستوري اميتاب بچن پر خپله ټويټر پاڼه د ده مرګ د يو پړاو پای بللی دی.