چين د نړۍ دویم اقتصادي ځواک شو

د عکس سرچینه، AFP
- Author, انډرو واکر
- دنده, د بي بي سي د اقتصادي چارو خبريال
د چين اقتصاد له چاپان اوښتی او په دې توګه اوس د نړۍ دویم اقتصاد شوی دی.
دغه پرمختګ په خپله دا پوښتنه راپورته کوي ګنې چين د دې اټکل کولی شي چې امريکا هم تر شا کړي او د مځکې پر مخ تر ټولو ستر اقتصادي ځواک شي.
چين د اقتصادي ودې په زړه پورې او پاموړ ريکارډ لري. د دغه هېواد اقتصاد له هغې کچې ۱۷ ځله لوی دی چې ۳۰ کاله مخکې يې درلوده، او د ودې منځنۍ کلنۍ کچه يې په سلو کې لسو ته رسېږي.
د ژوند منځنۍ کچې معيارونو کې يې هم پياوړی لوړوالی راغلی دی. د دغه پرمختګ يوه بله بنسټيزه کچه د هر کس پر سر ملي عايدات دي، چې د همدې مودې په اوږدو کې ۱۳ برابره زيات شوي دي.
د زياتوالي دغه کچه بيا هم د چاپان په ګډون د پرمختلليو هېوادونو په پرتله خورا ورسته پاتې ده. په نړيواله کچه د چين زياتېدونکی اقتصادي وزن لکه څومره يې چې له ودې سره تړلې هغومره يې د خلکو پر شمېر هم ولاړ دی.
خو بيا هم د يوازې ساده اقتصادي معيار له مخې چين پر يو داسې لور روان دی چې له امريکا نه په مخته کېدو به تر ټولو ستر ځواک شي.
د دواړ هېوادونو د ودې وروستيو کچو پر بنسټ به دا پرمختګ ښايي په راتلونکو شاوخوا ۱۵ کلونو کې شونی وی او کېدی شي، له دې هم ژر وي.

د عکس سرچینه، AP
د اقتصادونو پرتله کولو يوه بېله لار هم شته، چې د ژوند لګښتونو کې توپيرونه سره کتل کېږي. د دغې لارې له مخې پرمختيايي هېوادونه ډېر غټ برېښي.
نو پر همدې بنسټ به چين لا ډېر ژر تر ټولو ستر اقتصادي ځواک شي. په واقعيت کې د پيسو نړيوال صندوق يوه پخوانی اقتصاد پوه د ارزونې له مخې دا پرمختګ لا له وړاندې شوی دی.
خو د ټينګار وړ خبره دا هم ده چې د ژوند معيارونو له مخې د تشې له منځه وړل به د چين لپاره پوره اندازه وخت ونيسي.








