امریکا پر سعودي د ۶۰ میلیارد ډالرو وسلې پلوري

- Author, خوشحال تایب
- دنده, له لندنه
د ولسمشر اوباما اداره تکل لري چې پر سعودي عربستان د پوځي وسایلو د پلورلو تر ټولو ستره معامله وکړي ، چې ارزښت یې شاوخوا ۶۰ میلیاردو ډالرو ته رسیږي.
د اوباما د ادارې چارواکي به کانګرس ته ددې معاملې تر وړاندې کولو مخکې څه ونه وايي خو داسې ویل کیږي چې په دغې معاملې کې د جیټ او څرخي الوتکو پلورل هم شامل دي.
سعودي عربستان او امریکا له څو میاشتو راهیسې پر دغې معاملې خبرې سره کولې، او داسې ښکاري چې ددغو خبرو څخه راوتلې شیره به څو ورځې وروسته اعلان شي.
چارواکو چې نه یې غوښتل غږ یې ثبت شي ویلي په دغې معاملې کې ۸۴ ایف ۱۵ جنګي جیټ الوتکې او شاوخوا ۱۴۰ اپاچي او بلک هاواک څرخي الوتکې شاملې دي.
په دغې معاملې کې به د سعودي د سمندري ځواک د پرمختګ او بالستیک توغندیو دفاعي چارې هم شاملې وي.

امریکا ښايي پر خپل دودیز ملګري هېواد ددغې پوځي معاملې له امله له زیات مخالفت سره مخامخ نه شي، او ښايي دا دلیل وګڼي چې د ایران د ګواښونو په وړاندې خپل عرب دوست حکومتونه تقویه کوي.
د پنتاګان ویاند جګړن ديف لابان ويلي "تر هغه چې د دې معاملې وروستۍ پرېکړه نه وي شوې، په اړه یې نور جزییات نه شم ورکولی."
خو "وال سټریټ ژورنال" ورځپاڼه ليکي امریکايي ادارې له سعودي عربستان د دفاعي سیستمونو د پياوړي کولو په تړاو ښايي د لسګونه میلیونه ډالرو نوره معامله هم وکړي.








