مصر ته له امريکا فرعوني تابوت بېرته ستون شو

لرګين فرعوني تابوت
د عکس تشریح، مصر وايي چې د دغه لرګين فرعوني تابوت قدامت تر 3000 کلونو پورې رسېږي.
    • Author, هدايت الله هميم
    • دنده, له کابله

د امريکا له متحده ايالتونو د لرګيو هغه فرعوني تابوت بېرته ستون کړای شو، چې ويل کېږي درې زره کاله عمر لري او 100 کاله وړاندې غلا شوی و .

دغه تابوت په 2008 کال کې د امريکا د ميامي ايالت په هوايي ډګر کې پېژندل شوی و، چې له مصره غلا شوی او څښتن يې په دې ونه توانېده چې چارواکو ته د تابوت د ملکيت سم اسناد وړاندې کړي . په مصر کې د لرغونتوکو د شوری مشر زاهي حواس چې له دې پېښې خبر شو، سملاسي واشنګټن ته وخوځېده چې فرعوني تابوت خپل هېواد ته بېرته ستون کړي .

لرغونپوهانو، کشفوونکو او غلو له مصر څخه زرګونه لرغونتوکي ايستلي دي، چې ځينې يې له بهره بېرته مصر ته لېږدول شوي .

باور کېږي چې دغه رنګارنګ تابوت د مصري پاچاهانو له 11 مې کورنۍ سره تړاو لري، چې له ميلاده وړاندې د لسمې او يوولسې پېړۍ په اوږدو کې يې پر مصر واکني کړې ده .

همدا شان دا باور دی چې دغه تابوت د اميسي په نامه پاچا ملکيت و .

د مصر د لرغونپوهانو شوری د 2009 کال په مارچ مياشت کې اعلان وکړ، چې په 1884 کال کې له دغه هېواده دا تابوت ايستل شوی او يوه امريکايي وګړي له يوه اسپانوي څخه په پيسو رانيولی دی .

حواس په يوه رسمي ويناپاڼه کې ويلي چې مصر په تېرو اتو کلونو کې له مصره په ناقانونه توګه 31 زره لرغونې ټوټې بېرته خپل هېواد ته راوړل شوې دي .

حواس د تېرې شنبې په ورځ وويل مصر له متحده ايالتونو څخه ګڼې هغه لرغونې ټوټې بېرته لاسته کړې، چې تر درو زرو کلونو پورې قدامت لري، چې پکې رنګارنګ نقوش، لوښي او هنري ټوټې دي .