اوکرایین جګړه؛ روسیه او ایران بېرته د نوبل جائزې مراسمو ته بلل شوي دي

د عکس سرچینه، AFP VIA GETTY IMAGES
- Author, جارج رائټ
- دنده, بي بي سي
د نوبل جائزې اداره وايي، روسیه او بېلاروس یې یو ځل بیا د دې جائزې مراسمو ته بللي دي. پروسږ کال د اوکرایین جګړې له کبله دغه دواړه هېوادونه له مراسمو بهر ساتل شوي وو.
ایران ته هم د سویډن پلازمېنه کې د سږ کال مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو پروسږ کال مراسمو کې د ګډون اجازه نه وه ورکړل شوې.
نوبل فاونډېشن وايي، هڅه کوي د هغو هېوادونو استازي هم د نوبل جائزې په مراسمو کې شامل کړي، چې د نوبل جائزې ارزښتونه نه تائیدوي.
د سویډن پارلمان یوې غړې کارین کارلسبرو بیا د سږ کال مراسمو ته بلنې 'خورا نامناسبې' بللې دي. د کډوالۍ ضد سویډن دیموکراتانو ګوند مشر جیمي اکیسون هم دې مراسمو ته بلل شوی، خو دی وايي، مصروفیتونه یې ډېر دي او نه شي کولای ګډون پکې وکړي.
د یادونې ده، چې د نوبل جائزې له شپږو پنځه مراسم په سټاکهولم کې ترسره کېږي او د سولې نوبل جائزې مراسم بیا په اوسلو کې کېږي.
د نوبل فاونډېشن اجرايي مدیر فیدر هیلګیسن په دې هکله وايي، څرګنده ده، چې اوس نړۍ کې خلک سره وېشل شوي او د بېلا بېلو نظرونو لرونکو تر منځ خبرې لږ شوې دي. د نوموړي په وینا ''د همدې تمایل مخنیوي لپاره موږ د بلنو شمېر ډېر کړی، چې پر نوبل جائزې، د ازاد سائنس، ازاد کلتور، ازادو، سوله ییزو ټولنو پر اهمیت وپوهېږو او یو ځای یې ولمانځو.''
تېر کال نوبل فاونډېشن مسوولینو ویلي و، ''پر اوکرایین د روسیې د یرغل له کبله'' د روسیې او بېلاروس سفیران د نوبل جائزې مراسمو ته نه بلل کېږي.
د یادونې ده، چې بېلاروس د روسیې نژدې متحد هېواد دی او مشر یې الکساندر لوکاشینکو په اوکرایین کې د روسيې پوځي عملیات چې دوی یې په همدې نامه یادوي تائید کړل.
ایران هم د تېر کال مراسمو ته نه و بلل شوی. پر تهران له اوږدې مودې راهیسې د بشري حقونو لړ کې نیوکې کېږي. د ملګرو ملتونو په وینا کېدای شي ایراني حکومت د تېر کال احتجاجونو ځپلو لړ کې بشر ضد جرمونه کړي وي.








