پر انساني تکامل څېړنه؛ د طب برخه کې د نوبل جایز یوه سویډني ساینسپوه وګټله

د فیزیولوژي یا طب په برخه کې د نوبل جایزه د سویډن سوانتې پابو ته د انساني تکامل برخه کې د هغه د کار له امله ورکړل شوه.
د جایزې کمېټې ویلي داسې ښکاري چې پابو د نیندرتالانو (Neanderthals) - چې د لرغونو انسانانو یو ورک شوی یا فرعي ډول دی او شاوخوا څلوېښت زره کاله پخوا یې په اسیا او اروپا کې ژوند کاوه، - د جنیتیکي کوډ پیدا کولو سره یو ناممکن کار ممکن کړی دی.
پابو دغه راز د ډېنیسووانانو (Denisovans) د کشفولو اساسي کار هم ترسره کړی دی. ډینیسووان هم د پخوانیو انسانو یو ډول دی چې د ډبرو زمانې په لومړنیو او منځنیو وختونو کې یې اسیا کې ژوند درلود.
د هغه کار زموږ د ځان د تکامل تاریخ په موندلو کې او د ځمکې کرې لروبر د انسانانو د خپرېدو پر څرنګوالي پوهاوي کې مرسته کوي.
د دغه سویډني جینتیک پوه کار ځینو خورا بنسټیزو پوښتنو ته ځواب وايي. لکه دا چې موږ له کوم ځایه راغلي یو او څه شي موږ انسانانو سره مرسته وکړه چې وپايو، په داسې حال کې چې زموږ نور نږدې ډولونه له منځه لاړل.
په 1990 لسیزه کې د انسان جنیټیکي کوډ پیدا کولو لپاره څېړنې په چټکۍ ترسره شوې. خو تر ډېره یې تکلیه د DNA پر تازه بېلګو وه.
پوفیسور پابو زموږ د نیکونو له زړو، تخریب شويو او ګډوله جنیټیکي موادو سره بوخت وو.

د عکس سرچینه، Avi Levin and Ilan Theiler, Sackler Faculty of Med
ډېرو فکر کاوه چې دا کار ناممکن دی خو دی لومړی کس شو چې وتوانېده د یوه څلوېښت زره کلن هډوکې له یوې برخې نه DNA ترتیب کړي.
هغو پایلو وښوده چې د نیندرتال په نوم د انسانانو دغو نږدې خپلوانو چې تر ډېره یې اروپا او اسیا کې ژوند کاوه - له نننیو انسانانو او بیزو ګانو دواړو توپیر درلود.
د ده کار د عصري یا اوسنۍ زمانې پر انسانانو چې موږ هم پکې راځو، او همدا راز زموږ په منقرض شویو خپلوان تمرکز درلود.
د نوبل جایزې کمېټه وايي، "د جینیکي توپیرونو څرګندېدا ټول ژوندي انسانان له ورکو شوي هغو جلا کوي او د دې په سپړلو کې چې څه شي موږ د انسانو له نورو ډولونو ځانګړي کړي یو اساسي مالومات برابروي."
د نړۍ د لرو بر انسانانو سره د نیندرتال انسانانو د DNA پرتلې وښوده چې د دوی DNA د اسیا او اروپا له انسانانو سره نژدې مطابقت لري.

د عکس سرچینه، Yossi Zaidner
پروفیسور پابو دوشنبه سهار تر هغې وروسته خبر شوی چې د نوبل جایزه یې ګټلې چې د فزیولوژي یا طب لپاره د نوبل کمېټې سکرتر توماس پېرلمن ورته زنګ ووهه.
پورفیسور پېرلمن وايي، "دی له حده زیاد خوښ و او خبرې ترې هېرې وې. ډېره خوشحاله و."
پروفیسور پابو د پالیوجینومېکس د علمي رشتې یو له بنسټ ایښودونکو شمېرل کیږي.
هغه سویډن لس میلیوني جایزه چې اته سوه زره پونډه کېږي هم کټلې ده. دی د خپل پلار سونې بېرګستروم پر پل روان دی.
هغه هم همدا جایزه په ۱۹۸۲ کال ګټلې وه.








