د لرغونو انسانانو ناپېژندل شوې بڼه؛ پاتې شوني یې اسرائیل کې موندل شوي

د عکس سرچینه، Avi Levin and Ilan Theiler, Sackler Faculty of Med
- Author, پالب ګوش
- دنده, ساینسي خبریال
اسرائیل کې څېړونکو د انسانانو د یوې نوې بڼې چې پخوا نه وه پېژندل شوې او تر یو لک کلونو وړاندې یې زموږ له نیکونو سره یو ځای ژوند کاوه- پاتې شوني موندلي دي.
دا پاتې شوني رمله ښار ته نږدې موندل شوي او ګومان دا دی چې د انسانانو د دغه لرغوني نسل له وروستیو ژوندي پاتې کسانو به د یوه اړوند وي.
دغو پاتې شونو کې د کوپړۍ او ژامې هډوکي شامل دي. ویل شوي چې دا کس به له یو لک شل زره (۱۲۰زره) تر یو لک څلوېښت زره (۱۴۰ زره) کاله پخوا ژوند کاوه.
د دې څېړنې جزیات په "ساینس" مجله کې خپاره شوي دي.
د څېړنډلې غړي پر دې باور دي چې دا کس به د انسانانو د هغې لرغونې بڼې غړی وي چې سلګونه زره کاله پخوا له دې سیمې کوچېدلي، اروپا کې د نیاندرتالانو او اسیا کې د انسانانو د ورته نورو بڼو د رامنځته کېدو سرچینه ګرځېدلي دي.
ساینسپوهانو د انسانانو پر دې نوې موندل شوې بڼې 'نېشېر رمله هومو' نوم ایښی دی.
د تل ابیب پوهنتون ډاکتره 'هیلا مې' وايي دا موندنه د بشر او په ځانګړي ډول د نیاندرتالانو د تکامل کیسې ته نوې بڼه ورکوي.
پخوا د نیاندرتال انسانانو د تکامل تصور ته له اروپا سره تړاو ورکول کېده.
ډاکترې مې بي بي سي ته وویل: "دا هر څه له اسرائیل پیلېږي. موږ وایو یوه ځايي ډله د دغو وګړو سرچینه ده. د کنګل د منځني پېر پر مهال نېشېر رمله انسانان جوپې جوپې له منځني ختیځ اروپا ته کوچېدلي دي."
دا ډله فکر کوي چې د 'نېشېر رمله هومو' انسانانو لومړني غړي لا شاوخوا څلور لکه کاله وړاندې نږدې ختیځ کې مېشت وو.
څېړونکي وايي د دغو نویو موندل شویو فسیلونو او اروپا کې د لرغونو "لومړنیو نیاندرتالانو" ترمنځ پر ورته والي پوهېدلي دي.

د عکس سرچینه، Yossi Zaidner
د تل ابیب پوهنتون ډاکتر راشېل ساریګ وايي: "دا لومړی ځل دی چې توانېدلي یو شام (سوریه) کې د مختلفو انسانانو موندل شویو پاتې شونو ته سره تړاو ورکړو."
هغه وايي: "په قېسېم، زوتیه او توبان غارونو کې د ځینو انسانانو موندل شوي فسیلونو شته چې لرغونتیا یې داسې وخت ته ورګرځي چې نه مو شول کولی د انسانانو له کومې پېژندل شوې بڼې سره تړاو ورکړو. خو له نېشېر رمله د دغو نویو موندل شویو بڼو سره د هغوی د شکل پرتلنه د (انسانانو دې نوې) ډله کې د هغوي ډلبندي کېدل توجیه کوي."
ډاکتره مې پر دې باور ده چې د انسانانو همدا بڼه د نیاندرتالانو نیکونه دي.
هغه وايي: "اروپايي نیاندرتالانو دلته له شام سرچینه اخیستې او اروپا ته کوچېدلي، په داسې حال کې چې د انسانانو له نورو بڼو سره یې نسل ګډ شوی دی."
پوهاند اسرائیل هېرشکوېتز وايي نور [نېشېر رمله هومو] بیا ختیځ لور هند او چین ته خوځېدلي دي.
هغه پر دې باور دی چې د ختیزې اسیا د لرغونو انسانانو او د اروپايي نیاندرتالانو ترمنځ یوه اړیکه شته.
ښاغلی هېرشکوېتز وايي "ختیزه اسیا کې ځینې موندل شوي فسیلونه د نېشېر رمله په څېر نیاندرتالانو ته ورته مشخصات لري."
څېړونکي که څه هم دا ادعا په اسرائیل، اروپا او اسیا کې د موندل شویو فسیلونو د ځانګړنو ترمنځ د ورته والي پر بنسټ کوي، خو دا موضوع لانجمنه هم ده.

د عکس سرچینه، tal rogovski
لندن کې د طبیعي تاریخ له موزیم پروفیسور کرېس سټرېنګر په دې وروستیو کې چین کې د موندل شویو لرغونو انسانانو پر پاتې شونو څېړنه کوي.
هغه وايي: "د نېشېر رمله موندنې د دې د تائید لپاره مهمې دي چې هغه مهال د انسانانو مختلفو بڼو هممهاله دې سیمه کې د یو بل تر څنګ ژوند کاوه - او اوس لویدیزه اسیا کې هم ورته کسیه وینو. په هر ډول، زما په فکر دمګړۍ اسرائیل کې موندل شویو لرغونو فسیلونو ته له نیاندرتالانو سره تړاو ورکول یو څه له وخته وړاندې دي. زه همدا راز د نېشېر رمله موندنو ته له چیني فسیلونو سره د ځانګړي تړاو د ورکولو وړاندیز په اړه هم پوښتنې لرم."
د نېشېر رمله پاتې شوني په داسې سیمه کې په یوه ژوره کنده کې موندل شوي چې تر تاریخ د وړاندې انسانانو د اوسېدو ځای دی.
دا کنده ښايي د اس، غوا او یا غرڅه په څېر د وحشي ژویو د ښکار ځای وي - ځکه زرګونه ډبرین اوزار او د دغو ژویو هډوکي هم پکې موندل شوي دي.
د بیت المقدس د عبري پوهنتون ډاکتر یوسي زایدنر په یوه تحلیل کې لیکلي دا ډبرین وسایل په داسې بڼو جوړ شوي چې د هغه مهال معاصرو انسانانو جوړول.
هغه وايي: "حېرانوونکې ده چې لرغونو انسانانو به داسې وسایل کارول چې له هومو ساپین سره تړاو ورکول کېږي. دا زبادوي چې د انسانانو د دغو دواړو بڼو ترمنځ راکړه ورکړه موجوده وه."









