عبدالرزاق ګورناه د ۲۰۲۱ کال ادبیاتو نوبل جایزه وګټله

عبدالرزاق ګورناه ۱۹۶۰ کلونو کې انګلستان ته د کډوال په حیث تللی و

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، عبدالرزاق ګورناه ۱۹۶۰ کلونو کې انګلستان ته د کډوال په حیث تللی و

تنزانیا الاصله لیکوال عبدالرزاق ګورناه وايي، د ۲۰۲۱ کال ادبیاتو نوبل جایزې لپاره له نومول کېدو وروسته ''منندوی او حیران '' شوی دی.

سویډن کې د نوبل جایزې کمېټی بیا ښاغلی ګورناه د ''استعمار اغېز پر ضد د نه پخلا کېدونکي هوډ او جذبې '' له کبله ستایلی دی.

دغه جایزه لس میلیونه سویډیش کورنا ''یو اعشاریه څلور میلیونه امریکايي ډالره '' ارزښت لري چې ښاغلي ګورناه ته ورکول کېږي.

۷۳ کلن عبدالرزاق ګورناه د ''ساراسیل '' او ''جنت '' په ګډون لس ناولونه لیکلي دي.

نوموړي د جایزې له اعلان وروسته وویل:

''دا لویه خبره ده، لویه جایزه ده، دومره حیران شوم، چې د خبر له اوریدو مخکې مې هېڅ زړه ته نه لوېده. ''

جنت په ۱۹۹۴ کال کې خپور شو. دا ناول د هغه هلک د ژوند کیسه رانغاړي چې د شلمې پېړۍ په لومړیو کې په تنزانیا کې لویږي.

دا ناول د بوکر جایزې ته ونومول شو او ورسره ښاغلی ګورناه د ناول لیکوال په توګه مشهور شو.

د نوبل کمېټې په اعلامیه کې ویل شوي:

''د ده ناولونو کې له کلیشه يي توصیفاتو ډډه شوې او د ختیځې افریقا کلتوري هغې کلتوري تنوع ته مو پام اړوي چې د نړۍ نورو برخو کې ډېر پرې خبر نه دي. ''

په اعلامیه کې ویل شوي د ده کرکټرونه د کلتورنو او بېلا بېلو وچو د تېر مهال د ژوند او اوسني هغه تر منځ یوه داسې ناخوندي حالت کې دي چې هیڅکله به حل نه شي. ''

۱۹۴۸ کال کې زنزیبار کې زېږېدلی عبدالرزاق ګورناه ۱۹۶۰ مو کلونو کې انګلستان ته د کډوال په توګه ورسېد.

نوموړی دا وروستیو کې د تقاعد تر مهاله په کینټ پوهنتون کې د انګلیسي ژبې او له استعماري دورې د وروسته ادبیاتو څانګې پروفیسر و.

ښاغلی ګورناه له وولي سوینکا وروسته لومړنی تور پوټکی افریقایی دی چې دا جایزه ترلاسه کوي.

سټاکهولم کې د جایزې اعلان پر مهال د ښاغلي ګورناه کتابونه نندارې ته ایښي وو.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سټاکهولم کې د جایزې اعلان پر مهال د ښاغلي ګورناه کتابونه نندارې ته ایښي وو.

ښاغلي سوینکا ته په ۱۹۸۶ کال کې دا جایزه ورکړل شوې وه.

ښاغلی ګورناه وايي، ده ته د ورکړل شوې جایزې مانا دا ده چې له دې وروسته به د استعمار او کډوالۍ په څېر موضوعاتو په هکله ''خبرې کېږي '' چې ده تجربه کړي دي. نوموړی وايي:

''دا داسې څه دي چې موږ ورسره هره ورځ لاس او ګرېوان یو. په ټوله نړۍ کې خلک مري، ځوریږي، او موږ باید له دې مسایلو سره په نرمښت چلن وکړو. ''