د 'غېږې ورکولو' په اړه څېړنه؛ امریکایي ساینس پوهانو نوبل جایزه وګټله

د عکس سرچینه، Getty Images
هغو امریکایي ساینسپوهانو ته د طب او فیزیولوژۍ برخو کې د نوبل جایزه ورکول کېږي چې د دوو انسانانو غاړې وتلو (غېږ ورکولو) او همدا راز د انسان پر پوستکې د لمر وړانګو اغېز په اړه یې پلټنې کړې دي.
ډېویډ جولیس او اردیم پاتاپوتیان ته په شریکه د ۲۰۲۱ کال د طب او فېزیولوژۍ برخه کې نوبل جایزه ورکول کېږي او دوی خپلې پلټنې د لمس او تودوخې د احساس په برخه کې کړې دي.
د دوی په څېړنه کې معلومه شوه، چې انساني بدن څنګه په عصبي نظام کې فزیکي محسوسات په یو ډول الیکترونیکي پیغام بدلوي.
ماهرین وايي، د دوی دا موندنه د دردونو درملنې په برخه کې پاموړ پرمختګ ته لاره هوارلی شي.
د نوبل جایزې کمېټۍ غړی توماس پیرلمان په دې هکله وايي، دا خورا مهمه او ژوره موندنه ده.
په سان فرانسسکو کې د کالفورنیا پوهنتون پروفیسر ډېویډ جولیس څېړنه هغه سوځنده درد ته په پام سره پیل شوه، چې د مرچو له خوړلو وروسته یې انسانان محسوسوي.
نوموړي مرچو کې د تودوخې سرچینې مادې له کیمیاوي شننې سره کار پیل کړی و.
پروفیسور جولیس د انساني بدن په ژوڼکو کې هغه ځانګړې برخه موندلې وه، چې بدن کې د خپل وجود شاوخوا حالت څاري او د تودوخې مادې احساس ته غبرګون ښيي.
وروسته نورو تجربو ثابته کړه چې همدا ماده د تودوخې او فشار یا ضرب حالت ته 'له دره ډک ' غبرګون ښيي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د بېلګې په ډول ویل کېږي چې د چایو تودې پیالۍ ته له لاس ور وړلو وروسته د بدن همدغه نظام فعالېږي.
د همدې تجربې له برکته وروسته داسې نورې موندنې هم را برسېره شوې چې د تودوخې محسوسولو له کبله راپیدا کېږي.
پروفیسر جولیوس او پروفیسر اردیم پاټاپوتیان یوه داسې ماده هم وموندله چې د یخنۍ احساس ته غبرګون ښيي.
د همدې تجربو پر مټ د ځینې نورو مادو پېژندلو ته هم لار پرانیستل شوه چې میخانیکي فشار یا لمس ته غبرګون څرګندوي.
د نوبل جایزې کمېټه وايي، ''د همدې څېړنې له کبله کولای شو پوه شو چې شاوخوا چاپیریال ته مو څنګه بدن غبرګون ښيي او یا ځان ورسره عیاروي. ''
د کمېټۍ په وینا ''د همدې معلوماتو پر بنسټ د سختو دردونو په ګډون د ګڼ شمېر ناروغیو درملنې لپاره نوره څېړنه کېږي. ''
دواړه ساینسپوهان به د لس میلیونه سویډني کرونور ارزښت جایزه خپلو کې سره ووېشي.










