باب دیلن د نوبل ادبیاتو جایزې اخیستو ته 'نه' حاضرېږي

د امریکا ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۱۲ کال باب دېلن ته په سپینه ماڼۍ کې د ازادۍ موسیقۍ جایزه ورکړه

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د امریکا ولسمشر بارک اوباما په ۲۰۱۲ کال باب دېلن ته په سپینه ماڼۍ کې د ازادۍ موسیقۍ جایزه ورکړه

مشهور امریکايي ليکوال، سندرغاړی او سندره ليکوال باب دېلن چې د سږ کال د نوبل د ادبياتو د جايزې وړ بلل شوی، سوېډن اکاډیمۍ ته په شخصي ليک کې ويلي چې د جايزې ترلاسه کولو ته نشي ورتللای.

سوېډن اکاډیمۍ ويلي، نوموړي څرګنده کړې چې د هغه لپاره به وياړ و، چې خپله يې دا جايزه تر لاسه کړې وای.

له نوموړي تمه کېږي چې تر راتلونکي جون پورې یو نوبل يا بې ‌ساری لېکچر او علمي وينا وړاندې کړي.

وړاندې، نوموړي ویلي وو ''هیله یې دا وه'' چې دا جایزه پخپل لاس ترلاسه کړي.

۷۵ کلن باب هغه یوازېنی نوبل جایزه ګټونکی نه دی، چې د خپلې جایزې ترلاسه کولو لپاره مراسمو ته نه شي حاضرېدلای، په ۲۰۰۵ او ۲۰۰۷ کلونو کې هارلوډ پینټر او ډوریس لسینګ هم د نوبل جایزې ګټلو مراسمو ته ورنه غلل.

د سویډن اکاډیمۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي ''دغه جایزې لاهم د دوی دي، لکه څرنګه چې دا جایزه د باب ډېلان ده.''

''موږ د باب دېلن د نوبل په اړه لېکچر ته سترګې په لاره یو، چې باید ور یې کړي، د راتلونکې ډسمبر میاشتې له ۱۰ وروسته شپږ میاشتې وخت لري.''

باب

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ۷۵ کلن باب هغه یوازېنی نوبل جایزه ګټونکی نه دی، چې د خپلې جایزې ترلاسه کولو لپاره مراسمو ته نه شي حاضرېدلای، په ۲۰۰۵ او ۲۰۰۷ کلونو کې هارلوډ پینټر او ډوریس لسینګ هم د نوبل جایزې ګټلو مراسمو ته ورنه غلل.

تېره میاشت دېلن د نوبل د ادبیاتو جایزه وګټله.

په پام کې ده چې د نوبل جایزې وېشلو مراسم د راتلونکې ډسمبر میاشتې پر لسمه، د سویډن سټوکهولم پوهنتون کې ترسره شي.

د جایزې ورکړې نېټه ۱۸۹۶ کال کې د دغې جایزې د موسس الفریډ نوبل د مړینې تلین په مناسبت ټاکل شوې ده.