د ادبیاتو لپاره د نوبل جایزه باب دیلن وګټله

د عکس سرچینه، AFP
وتلي امریکايي راک سندرغاړي باب دیلن ته ادبیاتو برخه کې د نوبل ۲۰۱۶ کال جایزه ورکړل شوې ده.
دغه ۷۵ کلن امریکايي سندرغاړي ته نوبل جایزه 'د امریکايي سندرو له برمه ډک دود کې د نویو شاعرانه احساساتو رامنځته کولو ' له کبله دغه جایزه ورکړل شوې ده.
دیلن ته ۱۹۴۱ کال کې له زېږېدو وروسته د رابرت الن زیمیرمان نوم ورکړل شوی و او په ۱۹۵۹ کال کې یې موسیقۍ ته مخه کړه.
نوموړي پیل کې د مینیسوټا سیمې یوه کیفې کې سندرې ویلې. د موسیقۍ برخه کې له ۱۹۶۰ وروسته د هغه کار ځکه مهم بلل کېږي، چې د امریکا د ستونزو غیر رسمي مورخ وبلل شو.
د بلوین ان د وینډ او د ټایمز دې ار ا چانجین په نوم د هغه سندرو ته د جګړې ضد او بشري حقونو خوځښتونو د ترانو په نظر کتل کېږي.
له دودیزې موسیقۍ نه د هغه ګوښي کېدل هم د اغېزمن ګام په توګه یادیږي. د نوموړي یو شمېر سندرو ته دویم ځلې کتنه وشوه.
داسې ډېره تمه کېده، چې نوموړی د نوبل جایزې لپاره مناسب کس دی، خو لږ کسانو فکر کاوه، چې اکاډیمي به د فولکوریکې موسیقۍ په څېر یوه ژانر ته دغه جایزه ورکړي.
نوموړي ته به د دسمبر په ۱۰ دغه جایزه د نوبل ۵ نورو جایزو سره یو ځای ورکړل شي.
د جایزې ورکړې نېټه ۱۸۹۶ کال کې د دغې جایزې د موسس الفریډ نوبل د مړینې تلین په مناسبت ټاکل شوې ده.








